کور / اسلامي / د روژې یوولسمه ډالۍ

د روژې یوولسمه ډالۍ

درنو لوستونکو ، خدای دې وکړی چی تیرو لسو انتباهی قصو څه عقیدوی ګټه رسولې وی . دا هم د یوولسمی روژې لپاره یوولسمه کیسه چی د عقبا لپاره د توښې په هکله ده ( ن . صمد )

شپېتم منزل ته ختل :

درې ملګري وو چی څو کاله مخکی نیویارک ته د سیاحت لپاره تللي وو . هغوی په لوی او مجلل هوټل کی اوسېدل او اطاق یې په شپیتم منزل کی و . څنګه چی هلته د سپټمبر د یوولسمی حمله پېښه سوې وه ، نو امنیتی تدابیر سخت وو .

مساپرو ته خبر ورکول سوی و چی د شپې تر دوولسو بجو وروسته لِفټ بندیږی او که څوک تر دوولسو بجو وروسته راځی نو باید په زینو کی وخیژی .

دغو درو ملګرو یو کرایی موټر واخیست او د نیویارک په ښار کی فلمونو ، پارکونو او د ساعتیریو ځایونو ته ولاړل خو کله چی هوټل ته راورسېدل نو څه باندی دوولس بجې وې او مجبور سول چی شپیته منزله په زینو کی وخیژی .

هغوی په خپلو منځو کی وویل چی دا شپیته منزله ختل خو آسانه کار نه دی او نه هم په لږ وخت کی امکان لری . نو ښه به دا وی چی دا شپیته منزله پر درو برخو وویشو ، یعنی لومړی شل منزله به یو ملګرﺉ د ساعتیري او خندا کیسې کوی ، دوهم شل منزله به دوهم ملګرﺉ د پند او عبرت کیسې کوی او درېیم شل منزله به هم درېیم ملګرﺉ غمجنی کیسې کوی .

همداسی یې هم وکړل . لومړی شل منزله یې ښه په خوښۍ او خنداوو سره طی کړل او کله چی یې دوهم شل منزله زینې وهلې نو دوهم ملګري یې د پند او عبرت دلچسپه قصې کولې او دا شل منزله هم په ښه توګه طی سول . کله چی څلوېښم منزل ته ورسېدل او د درېیم ملګري لخوا د غمجنو کیسو نوبت سو ، نو هغه ورته وویل چی دوستانو ، زما لومړنۍ غمنجه قصه دا ده چی د اطاق کلي می په موټر کی هیره سوې ده !

په دې سره درې واړه له حرکته ولوېدل ، ږغونه یې بند او ټوله طی کړي منزلونه یې بی فایدې سول .

هو ، که موږ او تاسو دغه ظاهرأ عادی خو اصلأ عینی کیسې ته ښه ځیر سو ، نو وبه ګورو چی زموږ او ستاسی ژوند په اصل کی همداسی بی فایدې روان دی . یعنی د ژوند لومړني شل کاله مو ښه په ټوکو ، خنداوو او ساعتیریو راباندی تیروو . دوهم شل کاله مو د پند او عبرت موده وی یعنی کار پیلوو ، واده کوو ، اولادونه مو پیدا کیږی ، د ژوند د هری تجربې څخه پند حاصلوو او د ستونزو په غیږ ورځو . درېیم شل کلنی پړاو مو د سرد وریښتانو د سپین کېدو څخه راپیلیږی ، په اعضاوو کی مو کمزوري راځی او د بدن یو یو غړی مو د عطالت په غیږ ورځی او که مو توښه نه وی برابره کړې ( نو د اطاق کلي به مو د بل په موټر کی پاته سوې او له لاسه وتلې وی ) ټوله ژوند به مو سرګردانه او بی فایدې وی .