کور / سپورټي / ننګرهار: د ولایتي لوبډلې د غوراوۍ لومړۍ مرحله پای ته ورسېده

ننګرهار: د ولایتي لوبډلې د غوراوۍ لومړۍ مرحله پای ته ورسېده

پرون د جمعې په ورځ په سونو د کرکټ لوبغاړو څخه په ننګرهار کې د کرکټ بورډ امریت په راروانو ولایتي شل اوریزو سیالیو کې د همدې ولایت د لوبډلې لپاره د غوراوۍ لومړۍ مرحله پای ته ورسیده.

د ۲۵۰ لوبغاړو څخه زیاتو د کرکټ لوبغاړو د ننګرهار د لوبډلې لپاره عملي ازموینه ورکړه، لوبغاړي په دوو برخو توپ اچونکو او توپ وهونکو ګروپونو ویشل شويې و، هر توپ اچونکي به توپ وهونکې ته له ۲۰ زیاتې توپونه اچول بیا به د لوبغاړو د غوراوۍ کمیټې د کرکټ د معیارونو په اساس لوبغاړی د دویمې مرحلې د غوراوۍ لپاره غوره کول.

دویمې مرحلې ته۵۰ ښه لوبغاړي غوره شوې او له دې ۵۰ څخه به سبا ته د غوراوۍ په دویمه مرحله کې د ۱۴ څخه تر ۱۷ پورې د ننګرهار لوبډلې لپاره تکړه لوبغاړي غوره کیږي.

د ننګرهار د غوراوۍ کمیټه د کرکټ د پخوانیو لوبي:
د ننګرهار د غوراوۍ کمیټه د کرکټ د پخوانیو لوبغاړو او د کرکټ د متخصیصنو څخه د ننګرهار د کرکټ بورډ امریت تشکیل کړي و، د ملي لوبډلې پخوانی مرستیال روزنکی تاج ملوک عالم، فریدالله، خان الله، بشیر ابراهیم خېل د ننګرهار په ولایت کې د کرکټ پخواني لوبغاړي او د ننګرهار د ولایت د کرکټ بورډ د امریت معاون قرار عزیزي د غواروۍ د کمیټې غړي ټاکل شوي دي.

په ننګرهار کې د کرکټ بورډ امر قاري هدایت الله د لوبډلې د غوراوۍ لپاره د ننګرهار د ټولو ولسوالیو کرکټ لوبډلو او لوبغاړو ته څو ورځې مخکې خبر پاڼې استولې وې چې د ننګرها د لوبډلې په غوراوۍ کې ګډون وکړي، قاري وايې چې دا لومړی ځل دی چې د ننګرهار د لوبډلې لپاره د غوراوۍ داسې کمیټه ټاکل کیږي او دومره لوبغاړي پکې د ننګرهار د ګډ ګډ څخه ګډون کوي.

د ننګرهار د کرکټ بورډ امریت په پام کې لري چې د ننګرهار لپاره کومه لوبډله غوره شي هغه به پښتونخوا ته لیږل کیږي او هلته به د پښتونخوا د کرکټ د کلبونو سره سیالۍ ۴ کوي تر څو راروانو شل اوریزو ولایتي سیالیو ته ښه چمتو شي.

د نورو معلوماتو لپاره په دې شمېره له موږ سره اړیکې ټینګې کړئ: ۰۰۹۳۷۸۹۰۶۷۷۲۹