کور / تازه خبرونه / فراه : په يوه هوايي بريد کي د ٧ طالبانو د وژل کېدو ادعا وسوه

فراه : په يوه هوايي بريد کي د ٧ طالبانو د وژل کېدو ادعا وسوه

د فراه ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د ايساف ځواکونو د يوه هوايي بريد په ترڅ کي اووه وسلوال طالبان وژل سوي . نوموړى چاوراکي وايي چي ياد کسان تېره شپه هغه وخت ووژل سول چي کله يې غوښته د پشتِ رود ولسوالۍ پر يوه امنيتي پوسته بريد وکړي چي د ايساف له لوري په نښه او ووژل سول . د فراه امنيه قوماندان سمونوال محمد فقير عسکر ياده پېښه تائيدوي او وايي چي پېښه تېره شپه شاوخوا يوولس بجې رامنځ ته سوه چي په پايله کي د ځکمني فوځ تر څنګ د هوايي بريد څخه هم کار واخستل سو چي په پايله کي يې اووه وسلوال طالبان ووژل سول او دوه تنه نور ونيول سول .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي