کور / تازه خبرونه / کونړ : ولسوال و تښتول سو

کونړ : ولسوال و تښتول سو

په کونړ ولايت کي ناپېژاندو وسلوالو نن سهار د دې ولايت د څوکۍ ولسوالۍ ولسوال وتښتاوه . د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ اوپراتيفي مرستيال ياده پېښه تائيدوي او وايي چي پېښه نن سهار په اسدباد کي رامنځ ته سوه . نوموړى وايي چي ولسوال حاجي غلام نبي د خپل يوه اتلس کلن زوى سره هغه وخت د ناپېژاندو وسلوالو له لوري و تښتول سو چي کله د خپل کور څخه د ولسوالۍ پر لور روان ؤ . نوموړى وايي چي د پيښي سره د تړاو په تور يې تر اوسه پوري څوک نه دي نيولي خو سيمي د پوليس له لوري کلابنده سوې او پلټني رواني دي .