کور / تازه خبرونه / کرکټ بورډ د پکتیا د ولایت ۳۲ لوبډلو ته د کرکټ جامي واستلوې

کرکټ بورډ د پکتیا د ولایت ۳۲ لوبډلو ته د کرکټ جامي واستلوې

نن د افغانستان کرکټ بورډ د پکتیا ولایت د سولې د ټورنمټ ۳۲ ګډونکونکو لوبډلو ته د کرکټ ۴۸۰ جوړه جامې په ولسي جرګه کې د پکتیا ولایت د استازي ګل پاچا مجیدي په لاس واستولې.

څو ورځې کیږي چې د پکتیا په ولایت کې د سولې جام سیالۍ د ۳۲ لوبډلو تر منځ پېل شوي دي، د پکتیا د ولایت د مشرانو د غوښتنې په اساس چې د مالي له وزیر او د کرکټ بورډ له عمومي مشر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال څخه دوه اونۍ مخکې کړې وې په همدې اساس ښاغلي زاخېلوال ۵۰۰۰۰ امریکائي ډالر د پکتیا د لوبغالي د جوړیدلو لپاره اعلان کړل چې ډېر ژر به پرې کار روان شي، همدارنګه کرکټ بورډ د خپلې ژمنې سره سم نن د پکتیا د ولایت ۳۲ لوبډلو ته ۴۸۰ جوړه د کرکټ جامي او ۴۸۰ د لمر خولۍ لوبغاړو ته واستولي چې په راتلونکو درې ورځو کې به لوبغاړو ته ورکړل شي.

ښاغلي مجیدي د کرکټ بورډ سره ژمنه وکړه چې په پکتیا کې به د کرکټ د لوبغالي د ځمکې په اړه ډېر ژر د چارواکو سره خبرې وکړي او همدارنګه به سمدستي د پکیتا د ولایت د سوداګرو سره په افغانستان او له افغانستان څخه بهر اړیکې ټینګې کړي چې د پکتیا د لوبغالي په جوړیدو کې برخه واخلي.

مجیدي وایي چې د کرکټ د لوبې له لارې د هیواد ګډ ګډ ته سوله رسولی شو، د کرکټ لوبه سوله ده او همدارنګه د کرکټ لوبه ډېر ځوانان د نشه يې توکو د روږدېدنې څخه ژغورلی شي، ځوانان سالم عقل ته اړتیا لري او سالم عقل په سالم بدن کې وي او سالم بدن په ځوانانو کې د کرکټ ورزش له لارې راوستلای شو.

ښاغلي مجیدي د مالي له وزیر او د کرکټ مشر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال او د کرکټ بورډ له اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواري څخه مننه وکړه، په پاي کې کرکټ بورډ نوموړی مجیدي د پکتیا د ولایت د ۳۲ لوبډلو د جامو سره له کرکټ بورډ څخه رخصت کړ.

د نورو معلوماتو لپاره په دې شمېره له موږ سره اړیکې ټینګې کړئ: ۰۰۹۳۷۸۹۰۶۷۷۲۹