کور / کتابتون – اسلام او مذهب / د محمد عمر بشار ګټوره اسلامي ژباړه پر ليکه سول

د محمد عمر بشار ګټوره اسلامي ژباړه پر ليکه سول

د لیکوال او دکتاب په هکله څو خبرې ::: ډاکټر احمد احسان زمانې


…  ستاسې په لاس کې دا کتاب چې د مصطلح الحدیث علم په سوال او ځواب کې نومیږې ، د ښاغلې عمر بشار له خوا په ډیره روانه ،اسانه او خوږه ژبه ژباړل شوای چې د حدیث د علم د زده کوونکو لپاره یو ډیر ښه او ارزښتناکه اثر دې . په دا کتاب کې نه یواځې د حدیث د ښایسته زده کړې تر څنګ ډیرو پوښتنو ته په ډیره اسانه او ښکاره توګه ځوابونه ورکړ شوې ، بلکه له دې تر څنګ یې ځینې داسې د عربې ژبې نومونې په پښتو ژبه راژباړلې چې مدام به د دین د زده کوونکو لپاره ددغې علم د زده کوونې په لار کې لوی خنډونه وو.


دلته باید دا یادونه وکړم چې ښاغلې عمر بشار ددې کتاب په ژباړنې او له نورو دینې خدمتونو په کولو د خپل درانه او وتلې پلار ښاغلې محمد ګلاب بشار په پل قدم ایښودلې چا چې د خپل ‌ژوندانه لویه برخه د اسلام مبارک او سپیڅلې دین ته وربخښلې او پښتنې او اسلامې ټولنې ته یې د ډیرو ګټورو او با ارزښته اثارو تر څنګ د ښاغلې عمر بشار په څیر یو دینې پوه ور په برخه کړای .


تاسې درنو لوستونکو ته ددې کتاب د لوستلو د بلنې تر څنګ زه ښاغلې عمر بشار ته ددې ښایسته او زړه راښکونکې اثر په ژباړلو مبارکې وایم او د لوې خدای جل جلاله په دربار کې ورته د لا پسې بریالیتوبونو لپاره د دعا لاسونه لپه کوم . … بشپړ متن



د کتاب ټول چاپي حقوق خوندي دي



د کتاب پېژندنه :
*****************************
د کتاب نوم : د مصطلح الحديث علم په سوال او ځواب کښې
ليكونكى : شيخ مصطفی العدوى
مترجم : محمد عمر بشار
انلاين چاري :     مختاراحمد احسان – لر اوبر [لوی]افغانستان  http://www.larawbar.com


د لراوبر افغانستان نښلونکی


   د کتاب د لوستلو لپاره دلته کليک وکړئ    د کتاب د لوستلو لپاره دلته کليک وکړئ  size = 546 KB   ~  وزن = ۵۴۶  کي بي 

  د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ   د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ  size = 546 KB   ~  وزن = ۵۴۶  کي بي






يادونه ::: دا  کتاب د pdf  په بڼه جوړ سوئ دئ، که يې پروګرام (Adobe Reader) نلرئ دلته يې ډانلوډ کړئ !