پاکستان دازادو رسنیو قاتل

ميرويس افغان | جولای 25th, 2012


په نوره نړې کې چې هیوادونه کوم ګاونډیان او همسایه ګان لري نو د خیر طمع ترې کوی او خیر ترې ویني هم او هغه دچا خبره چې یو بل نه په

ښکاره زاریږي قربانیږي او یو بل ته په درناوي قایل وي خو زمونږه ګاونډیانو ته دې الله هدایت وکړي چې تل یې نه یواځې په سیاسي ډګر کې له مونږه سره پایڅې رابډوهلې دي او مونږه یې ځورولي یو بلکه اوس خو په رسینیز ډګر کې هم زمونږپه سر چاړه ګرزوي او وایي چې ستاسې ویبپاڼې چې کومې خپرونې کوي زمونږه ملي ګټو ته زیان رسونکي دي .
خبریال ویبپاڼه چې یوه ازاده ویبپاڼه ده او په رسنیز ډګر کې خورا لوی او ستر نوم لري د پاکستان هیواد پرې پابندې ددې په خاطر لګولې ده چې تل یې بې پرې او ازاد حقیقي خبرونه خپاره کړیدي او ولس ته یې د دولتونو حقیقي هنداره ښودلې ده خو له بده مرغه پاکستان باندې خپل دغه حقیقي تصویر ښه ونه لګیده او فکر یې وکړ چې دا خو به مې ټولې نړئ ته رسوا کړي ځکه چې ما کې خو لوبې زیاتې دي او نړئ لا زما په ټولو لوبو نه ده خبره نو سمدلاسه یې په پاکستان کې په خبریال ویبپاڼې پابندي ولګوله .
دا خو یې لا څه کوي د پاکستان وینه لا پدې هم سړه نه شوه بلکه لکه د تل پشان دلستوڼي دمار غوندې یې نور ټکونه هم پیل کړل او د افغانستان د انترنیټ فلټر کول یې شروع کړل او زمونږه دګران هیواد په ځینو سیمو کې هم چې انترنیټ یې دکوم تړون له مخې دپاکستانه دی خبریال ویبپاڼه بنده شوه او خلکو ته نه ښودل کیږي .
زه وایم چې تر څو به دغه هیواد مونږ ته په هرډګر کې تاوان رسوي زیان رسوي او زمونږه د هیلو سره به لوبې کوي ، تر څو به زمونږه په هیواد کې ددغو خلکو مداخله همداسې دوام لري ، افغان حکومت باید په دې پوه شي چې د خبریال ویبپاڼې بندیدل په رسنیز ډګر کې دوی ته دپاکستان له لوري غټه ننګونه او چیلنج دی ، زمونږه په خپل حریم کې زمونږه ګاونډیان په مونږباندې زمونږه بې پرې او ازادې رسنئ بندوي دا خو دامانا لري چې مونږه په خپل حریم کې هم په خپل ځآن او خپله خاوره اختیار نه لرو او هسې دا چیغې وهو چې خپله خاوره خپل اختیار نه منو دبل اختیار.
د پاکستان له لوري زمونږه دازادو رسنیو قتل په رښتیا سره هم د غندنې وړ دی او په لوړه سطحه باید ددې کار مخنیوی وشي ، که څه هم تیره ورځ د ولسمشرئ ماڼئ دا خبره راپورته کړیده خو صرف په پورته کولو دا خبره نه حلیږي ددې د مخنیوي باره کې باید جدي ګامونه واخستل شي او یواځې په نمایشي اعلانونو باندې خپلو خلکو ته دوکه ورنکړل شي.
خبریال ویبپاڼې تل داسې خبرونه خپاره کړیدي چې ترینه حقیقت څرګندیږي ، تل یې داسې تبصرې نشر او خپرې کړیدي چې پکې د هیچا ملي ګټو ته زیان نه لیدل کیږي او تل یې هڅه کړیده چې د ولس غږ دولتونو ته او ددولت داجراتو خبرونه ولس ته ورسوي ،
دا خو هسې یوه بهانه ده چې دپاکستان هیواد یې کوي او خبریال ویبپاڼه بندوي کنه تاسو د پاکستان خپل تلویزوني چینلونه وګورئ چې پکې کوم غیر اخلاقي بد غوبل روان دی خو د پاکستان د پیمرا اداره دهغې په اړوند هیڅ هم نه کوي او نه پرې پابندې لګوی ، هغه دچاخبره چې د چا په وړو کې شګه وي هغه تل هڅه کوي چې درته یوه نه یوه ستونزه پیدا کړي چې ددې غوره بیلګه زمونږه د ګاونډی هیواد له لوري په خبریال بندیز لګول دي .
خبریال چې نزدې په ټوله نړئ کې لیدونکي او زیات لوستونکي لري او دخلکو د خوښې ویبپاڼه ده د څه موده راهیسې پرې د ګاوڼدي هیواد له لوري د پابندئ ګوزارونه شوي دي او هڅه شویده چې د خبریال د ازادو او ناپییلو خپرونو په مخ کې ورته خنډونه پیدا کړي او خبریال ویبپاڼه د پابندئ له لارئ قتل کړي خو بیا هم خبریال ویبپاڼې دخپلو مینه والو له لوري دومره تشویق شوی ده چې خپل غږ یې د ظلم مقابل کې خپ کړی نه دی او د رښتینولي او حقیقت جنډه یې تل لوړه نیولې ده او خپلو ازادو او بې پرې خبرونو او تبصرو ته یې دوام ورکړیدی.
د افغان حکومت څخه په جدي توګه غواړم چې د پاکستان له لوري په خبریال دبندیز په هکله جدي ګامونه واخلي تر څو دازادو رسنیو دقتل دغې لړئ ته نور دپای ټکی کیښودل شي ، افغان حکومت نور باید په هرډګر کې له ځآن څخه ددفاع کولو توان ولري او دپاکستان دحکومت دغه رسنیز تیري ته توند او ژر ځواب ورکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024