پاکستان ولې خبریال نشې زغملای!!!
دبیان او دمطبوعاتو ازادۍ شعارونه خو د یموکراتیکو نظامونو دهغو مهمو اجنډا وو څخه دی چې دیموکراتیک نظامونه پرې حساب او ویاړ کوي افغان ولسمشر هم په تیرو لسو کلونو کې دبیان او مطبوعاتو ازادي د خپلو مهمو لاسته راوړنو څخه یادوي او که حقیقت ته ځير شو پدې برخه کې
ښې لاسته راوړنې لري.
خو دبلې خوا یو څرګند حقیقت هم شتون لري چې د افغانستان نه نیولې تر نورې نړۍ پورې بیا کله کله دهمدغه بیان او مطبوعاتو ازادۍ پر خوله مهرونه لګول کیږي او ځیني وختونه خو یې چلوونکي او پلې کوونکي د مرګ تر کندو رسول کیږي چې ښې بیلګې یې په افغانستان او ګاونډي پاکستان کې لرو د عبدالصمد روحاني وژنه او هلته په پیښور کې هاشمزاده وژنه دڅه لپاره؟؟؟
او داسې نورې په سلګونه بیلګې نه لرو؟؟؟
داسې ډيرې بیلګې شته چې ځیني فاسد او زور واکي د بیان او مطبوعاتو د ازادۍ مخه نیسي او دغه کار په حقیقت کې د روان ژورنالیزم پر وړاندې یوه ستره ننګونه ده!
د ویب پاڼو بندول هم څه نوی خبره نده ددې دمخه هم ډيري افغاني ویب پاڼي او تلویزیونونه په کور دننه او یاهم په ګاونډي پاکستان کې بندی شوي خو دځینو فشارونو له امله بیا بیرته پرانیستل شوي دي پدې وروستیو کې د پاکستان حکومت لخوا دخبریال ویب پاڼې بندیدل په حقیقت کې داحمد رشید لیکنې او مطلبونه پاکستان دګړنګ پرغاړه ریښتني کوي.
پاکستان پدې پوهیږي چې دخبریال په څير ویب پاڼې د ۲۱ پيړۍ دانټرنیټي بدلونونو ځپې هم یوه ورځ پاکستان ته دمصر او لیبیا په څير رسیدونکي دي نو ځکه هڅه کوي چې په ملک دننه خلک دحقایقو او معلوماتو څخه لرې وساتي ترڅو پروړاندې یې دروانو کشمکشونو او دخپلو لاسونو پواسطه په بل شوي اور کې دسوځيدو څخه نجات پيداکړي او یا لږ تر لږه خو یې په زخمونو باندې دمالګې اچولو څخه یې مخه نیولې وي.
زما په اند که چیرې پاکستان خپلو دغو هڅو ته دوام ورکړي نه دغه کار به نه یوازې دوۍ ته لا نورې ستونزې وزیږوي بلکي عام خلک او هلته پروت پښتون ولس به په پاکستان کې دروانو پټو حالاتو څخه خبریدو نورې داسې لارې چارو پیداکولو ته لا نور دلچسپه کړي، ځکه انحصارونو او محرومیتونو داثابته کړي چې دهمغي په اړه دخلکو تنده لا زیاته کړي یو وخت چې طالبان په هېواد کې په تلویزیون، کیسټو او فیلمونو او نورو شیانو بندیزونه لګولي وو نو زما یادیږي چې کلیوالو ځوانانو به دهمدغه ګاونډي هېواد څخه په غلا او په بېلابېلو چلونو به دغه بند شوي وسایل تر کلو بانډو را رسول او عامو خلکو به ددغو لیدو څخه ډیر خوند اخیستو اګر که هغوۍ ته به ګران تمامیدو، تاسو به دطالبانو پروخت په هېواد دننه سفرونه کړي وي چې موټرچلوونکي چې به کله دطالبانو دپوستو څخه لرې شول نو د ټنګ ټکور پټې کړې کیسټونه به یې را وویستل او په شور او ځوک به یې په موټر کې غږول اوپه موټر کې ناستو کسانو به هم ډیره ښه لګیدل اګرکه کوم طالب ملاء به هم ناست وو خوند به یې ورکړې وو خو اوس چې دا هرڅه شته خلک ورته وخت نلري چې ویې ګوري همدغه کیسه به پاکستان کې هم پيل شي.
د خبریال ویب پاڼې دیو مینوال په توګه مې د افغان حکومت څخه داهیله ده چې ددغې موضوع دحل په اړه دپاکستاني مسولو صحافیانو او چارواکو سره خبرې وکړي او ژر تر ژره دخبریال ویب پاڼې ستونزه حل کړي ترڅو هلته میشت پښتانه ولسونه وشي کولای چې په خپله ژبه او د خپلې خوښې پيښې او مسایل وګوري او خپل اندونه ورسره شریک کړي.
په همدې هیله
ادم خان سیرت