کور / د ماشومانو نړۍ / زمری او نجار

زمری او نجار

یو وخت په دنیا کي یو داسي ځای وو، چي انسان لیدلی نه وو. په دغه ځای کي هر ډول حیوانانو او مرغانو ژوند کاوه. ټوله حیوانان په دغه ځای کي خوشحاله وه ځکه چي ښایسته او پاک وو. په دغو حیوانانو کي یوه هېلۍ وه، هغه په خپل کور کي ډېره خوشحاله وه. مګر یوه شپه یې یو خوب ولیدی. په خوب کي هغې تر خپل کور لا ښایسته ځای ولیدی. هېلۍ چي راویښه سوه، نو ډېر ئې زړه غوښته چي هغه ځای پیدا کړي. هغه پوهېده چي باید ډېره لار ووهي، او آماده وه، چي د سختیو سره مخاماخ سي. هغې لامبو شروع کړه او تر هغو ئې لامبو کول ترڅو هغه ځای ته ئې ځان ورساوه. هېلۍ هغه ځای ته له رسېدو سره دونده ستړې سوې وه، چي کله مځکي ته ورسېده نو سملاسي بیده سوه. کله چي بیده سوه نو بیا ئې یو خوب ولیدی، په خوب کي ئې یو ږغ واورېدی، چي دې ته وایي:
– هېلۍ! تا هغه ځای پیدا کړی چي تا په خوب کي لیدلی وو، خو دا حقیقت مه هېروه چي دلته انسان هم ژوند کوي. زه تا ته مشوره درکوم چي پر هغه باور مه کوه، ځکه چي هغه هر څوک خطاایستلای سي.
کله چي هېلۍ راویښه سوه، نو په دې نه پوهېده چي کومي خوا ته ولاړه سي، خو کله چي ئې لیري یو څو غرونه ولیدل نو هغي خوا ته ئې حرکت وکړ. هغه ري وه، رهي وه … یو وخت ئې پر لار یو زمری ولیدی، چي د یوې غټي ډبري په سیوري کي بیده وو. کله چي هېلۍ ورنژدې ورغله نو زمری راویښ سو او ورته وې ویل:
– ته څوک ئې او څنګه حیوانه یې؟
هېلۍ وویل:
– زه هېلۍ یم او زه مرغه یم.
زمري وویل:
– تا ډېره لار وهلې ده؟
هېلۍ خپل نکل زمري ته وکړ. زمري وویل:
– زه چي برایي بیده وم، نو ما هم داسي ږغ واورېدی، ماته ئې هم داسي مشوره راکړه.
هېلۍ وویل:
– ته انسان نه سي مړ کولای؟ ځکه که داسي وسي نو موږ به له خطره ووزو، او ټول حیوانان به دلته په خوشحالۍ ژوند وکړي.
زمري ارږمۍ وکښله او وې ویل:
– سبا به زه ښکار ته ولاړ سم او انسان به مړ کړم. که ته غواړې، نو کولای سي چي زما سره ولاړه سې.
هېلۍ د زمري خبره ومنله او د زمري څنګ ته بیده سوه. سبا زمری او هېلۍ دواړه ولاړل چي انسان پیدا کړي او مړ ئې کړي. لږ وروسته ئې یو حیوان ولیدی چي غټ غټ غوږونه ئې وه. زمري ځني وپوښتل:
– ته څوک ئې او ولي داسي ځغلې؟
حیوان وویل:
– زه خر یم، خر او د انسان څخه ځغلم.

زمري وویل:
– راځه زموږ سره، ته به د خطر څخه خلاص یې. موږ انسان پیدا کوو او وژنو ئې.
هغوی ټولو خپل سفر ته دوام ورکړ. لږ وروسته ئې یو بل حیوان ولیدی چي داسي ایسېدی لکه خر، مګر تر هغه غټ او ښایسته وو او غوږونه ئې لږ کوچني وه. زمري ځني وپوښتل:
– ته څوک یې او د چا څخه تښتې؟
حیوان جواب ورکړ:
– زه آس یم او د انسان څخه تښتم.
زمري وویل:
– ته هم د انسان څخه تښتې؟ بېرېږه مه راځه زموږ سره.
هغوی خپل سفذ ته دوام پسي ورکړ. لږ وروسته ئې یو بل حیوان ولیدی. دا حیوان اوښ وو، دی هم د انسان څخه تښتېدی. ډېر وخت نه وو تېر سوی چي هغوی ته یوا داسي نابلده حیوان په مخه ورغلی چي لرګي ئې پر سر وه او یوه کڅوړه چي چکوښ او مېخونه پکښي وه، ئې پر اوږه ځړېده. زمري وویل:
– ته څوک یې او ولي رېږدې؟
هغه جواب ورکړ:
– زه یو نجار یم، زه د انسان له بېري رېږدم.
زمري وویل:
– راځه زموږ سره، زه به انسان مړ کړم، خو مخکي تر دې ته ما ته دا ووایه چي ته چیري ځې؟
نجار وویل:
– زه د پړانګ کور ته ځم. هغه ما ته ویلي وه، چي یو داسي کور راجوړ کړه، چي انسان نه سي ورننوتلای. زمری په دې خبره ډېر خوشحاله نه سو ځکه چي د ده له پړانګه ښه نه راتله، نو ئې وویل:
– اول ما ته داسي کور راجوړ کړه.
نجار وویل:
– زه ستا په خوله نه سم کولای ځکه اول ئې باید پړانګ ته جوړ کړم. زمري ته درد ورغلی او نجار ئې په سوک وواهه. نجار پر مځکه ولوېډی او وې ویل:
څنګه زورور ئې.
زمري وویل:
– هو نو، او ته هم کمزوره یې ځکه نو ما ته همدا اوس یو کور راجوړ کړه.
‎نجار یو څو لرګي راواخیستل او یو سرخلاصی بکس ئې جوړ کړ. نجار زمري ته وویل:
– دغه دئ ستا کور، ته په ننوزه، زه به بام درته جوړ کړم.
زمري د نجار په خوله وکړه او په بکس ننوتی. نجار ډېر ژر پر بکس سر کښېښوی او په مېخو ئې ټینګ کړ. زمري نارې کړې:
– نجاره زما کور راخلاص کړه! زه ساه نه سم کښلای!
نجار وخندل او وې ویل:
– زه به ستا کور هغه وخت درخلاص کړم چي کله تا ته یو قفس درجوړ کړم، تر څو ونه تښتې!
زمري وویل:
– دا څه معنی لري؟
نجار وویل:
– دا دا معنی لري چي ما ته خطاایستې!
زمري وویل:
– نو ته انسان يې؟
نجار وویل:
– هو، زما هوښیاري ستا تر زور ډېره ده.
خر، اوښ او آس پوه سول چي دوی د انسان څخه نه سي تښتېدلای او بې له دې څخه چي څه ووایي په هغه پسې سوه. یوازي هېلۍ والوته، بیرته سمندر ته ولاړه او بیا ئې ډېر وخت لامبو وکړه تر څو چي خپل کور ته ورسېده او هورې ئې په خوشحالۍ ژوند وکړ.
د دې نکل څخه موږ دا زده کوو چي تر زور هوښیاري ښه ده.
(له عربي سرچینې څخه)