په سهيلي پښتونخوا کي اورښتونو زرګونو کسانو ته زيان اړولی دی

رفيع الله مندوخېل | سپتمبر 13th, 2012


د سهيلي پښتونخوا په سيف الله کلا، بوري او ږوب کې وروستيو اورښتونو او سېلابونو خلکو ته  ډېر درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي. او تر اوسه په بوري کې څلور او په سيف الله کلا او ږوب کې د ماشومانو په ګډون شپږو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په لسګونه کلي او په سلګونه  کورونه  زيانمن سوي او په زرګونه خلک بې کوره سوي دي. خو تراوسه نه خو د حکومت او نه هم د نادولتي موسسو له خوا له بې کوره سويو سره مرستې سوې دي.
د سيف الله په کلي تورکمال الدين، کارېز، بندات ميرزي، اخترزي، باغ وياله، بندات موسی زي او نورو سيمو کې سېلابونو او توندو اورښتونو د ميوو باغونو ته په پراخه کچه زيانونه اړولي دي.
د سيمې يو اوسېدونکی محب شېراز وايي، چې اورښتونو سخت مالي زيانونه وراړولي او د ټول کال خواري يې په سيند لاهو کړې ده. سېلابونو د مڼو ونې له  بېخه کښلې او په زرګونه جريبه ولاړ فصلونه يې له منځه وړي دي. په جوګېزي سيمه کې  د يوې کورنۍ د ماشومانو په ګډون درې تنه سېلابونو وړي دي. خو ځپلې خلک اوس هم د حکومت او مرستندويه ادارو له مرستو بې برخې دي.




په ږوب کې د کوټې او ډېره اسماعيل خان تر منځ غځېدلې لويه لاره د دهانه سر غره د نړېدو له امله  له څو ورځو راهيسې تړلې ده او له ميوو او سبزيو ډکې لارۍ بندي پاتي دي. په ياده لار کې پېښور ته روان درې لارۍ چلوونکي هم د غره د نړېدو په نتيجه کې وژل سوي دي.
په بوري کې هم روانو بارانونوخلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي. په سيمه کې تر دوه سوه زيات د خاورو کورونه نړېدلي او شل کلي اغېزمن سوي دي. د سېلاب اوبو څلور تنه له ځانه سره وړي دي، په زرګونه جريبه کرهنيزه ځمکه  زيانمنه سوې  او په سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.




 د اغېزمنو سيمو خلک له حکومت، دطبعي پېښو پر ضد د مبارزې له چارواکيواو مرستندويه ادارو غوښتنه کوي، چې دوی ته  دي په بېړنۍ توګه مرستې ورسول سي.
 وروستيو بارانونو که له يوې  خواراتلونکي کال ته  خلک هیله من کړي دي، چي د بارانونو له امله به كال اباد وي اوحاصلات به ښه وي، خو له بلې خوا یې خلک په ورځني ژوندکې له ډیروستونزوسره هم مخ کړي دي . دهواپېژندنې اداره اټکل کوي، چي دبارانو داورېدودالړۍ به نوره هم دوام وکړي .


http://www.facebook.com/rafiullah.mandokhail


Copyright Larawbar 2007-2024