امريکا دځان لپاره جګړه ختموي که د افغانانو لپاره هم؟

د لراوبر اداره | سپتمبر 13th, 2012


۱۳۹۱\۶\۲۲لمريز ۱۲\۹\۲۰۱۲ زېږديز

د امریکا متحد ایالتونه جګړه د ځان لپاره پای ته رسوي، که د افغانانو لپاره هم؟

ټاکل شوې د روان زیږدیز کال په نومبر میاشت کې د امریکا په متحدو ایالتونو کې ولسمشريزې ټاکنې ترسره شي. د متحدو ایالتونو دوو لویو ګوندونو دیموکراتانو او جمهوری غوښتونکو وار له مخه دغو ټاکنو ته خپل نوماندان رسمآ معرفي کړي او د هغوي انتخاباتي کمپاینونه ښه په درز روان دي. د دیموکراتانو لخوا بارک اوباما او د جمهوري غوښتونکو لخوا میټ رامني دغو ټاکنو ته نوماند دی.

د دوه زره لومړي کال د سپتامبر له پیښې او افغانستان ته د ترهګرۍ د ځپلو په موخه د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف له راتګ وروسته د امریکا ټاکنې د افغانستان پر حالاتو او سیاستونو هم نیغ په نیغه اغیز ښیندونکې بلل کیږي.

د افغانستان جګړه په امریکا کې د ټاکنیزو کمپاینونو یوه اصلي موضوع وي او په افغانستان کې هم خلک د دغو ټاکنو پایلو ته سترګي پر لاره وي او بحثونه پرې کوي. څوک جمهوري غوښتونکي او څوک دیموکراتان په افغانستان کې د وضعیت د ښه کیدو لپاره غوره بولي.

خو دا ځل افغان کتونکي پر دې باور دي، چې د امریکا په انتخاباتي کمپاینونو کې د افغانستان موضوع د بحثونو په څنډه کې پاتې وي او کله خو آن له سره یا دیږي هم نه.

دا موضوع هغه وخت لا ښه روښانه شوه، چې د امریکا ولسمشرۍ ته دواړو ولاړو نوماندانو په خپلو انتخاباتي ویناو کې د افغانستان د جګړې له امله یو پر بل نیوکې وکړې.

د متحدو ایالتونو اوسني دیموکرات ولسمشر بارک اوباما پر خپل جمهوري غوښتونکي سیال میټ رامني له دې امله نیوکه وکړه، چې په خپله وینا کې یې د افغانستان جګړې ته هیڅ اشاره ونه کړه.

اوباما او د هغه د ټاکنیز کمپاین ملګرو ادعا وکړه، چې ګواکې رامني د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو پلان نه لري او غواړي دې جګړې ته، چې جمهوري غوښتونکو پېل کړې دوام ورکړي.

اوباما په خپله وینا کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان جګړه به هم د عراق په څیر په مسوولیت سره پای ته ورسوي او خپل سرتیري به د ټاکل شوي پلان له مخې د دوه زره څوارلسم کال تر پایه له افغانستان څخه وباسي. اوباما په خپله وینا کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن وژل کیدو او د هغه د شبکې د مرکزیت لمنځه تللو ته په اشارې سر وویل، چې نوره امریکا د دغې شبکې له خوا له کوم جدي ګواښ سره نه ده مخامخ او دغه شبکه بیا نشي کولی په افغانستان کې مرکزونه جوړ کړي.

بلخوا رامني بیا پر اوباما نیوکه وکړه، چې ګواکې نوموړی غواړي د افغانستان له جګړې سیاسي ګټه پورته کړي او دغه جګړه په ټاکنو کې د خلکو د رایو د خپلولو لپاره وکاروي. ده همدا راز وویل، چې اوباما په تیرو ټاکنو کې کړې ژمنې نه دي بشپړې کړي او په دې اړه باید ملت ته ځواب ووايي. ده له افغانستان څخه د سرتیرو د ایستلو په اړه د اوباما پر پلان نیوکه وکړه او ټینګار یې دا و، چې د افغانستان جګړه باید په مسوولیت سره پای ته ورسیږي او بریالیتوب یې باید مخامخا ډاډمن شي.

بارک اوباما بیا په کلوراډو بولډر پوهنتون کې خپلو نیږدې ۱۳ زرو پلویانوته په وینا کې وویل: ((تاسو باید د روان کال په نومبر میاشت کې د افغانستان د جګړې برخه لیک و ټاکئ.)

په تیرو دوو لسیزو کې دوه ځله پر عراق او یو ځل پر افغانستان د جمهوري غوښتونکي ګوند په مشرۍ د امریکا برید ته په کتو سره عمومي تصور دا دی، چې د دغه هیواد په تاریخ کې عمومآ جمهوري غوښتونکو د جګړې دفاع او دیموکراتانو بیا د سولې او بشري حقونو ملاتړ کړی دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د خپل انتخاباتي کمپاین په یوه تازه وینا کې ادعا کړې چې ګواکې د افغانستان جګړه په بریالیتوب سره د پای پر لور ورلنډیږي او دی ژمن دی چې که ټاکنې وکټي او بیا ولسمشر شي، نو دغه جګړه به د لیزبون له پریکړو او له ټاکلې مهالویش سره سم پای ته ورسوي. خو اوباما ددغې ادعا تر څنګ دا هم مني، چې لا هم سختې ورځې او درانه کارونه پر وړاندې دي. دی ډاډ ورکوي، چې د پاتې کارونو د بشپړولو لپاره هم یو کوټلی پلان لري او که اړتیا یې ولیدل شي، نو ښايي تر دوه زره څوارلسم کال وروسته هم یو شمیر امریکايي سرتیري په افغانستان کې پاتې شي.

په هره توګه د کتونکو له انده د جګړې پای ته رسول یوه او ګټل ېې بله مانا لري. شنونکي وايي په ۲۰۱۰ کال په لیزبون کې د ناټو د سرمشریزې د پریکړې له مخې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره وړاندې شوې تګلاره د شکل او بڼې له مخې له هغې تګلارې سره ډیر تو پیرنه لري، چې پخواني شوروي اتحاد د ۸۰ یمي لسیزې په پای کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره مخې ته کړې وه .

پخواني شوروي اتحاد هم د ژینو د تړون له مخې له افغانستان څخه خپل سرتیري وایستل چې دا یوازې د دوی لپاره د جګړې پای و، نه د افغانستان لپاره. پخواني شوري اتحاد په دې توګه یوازې د ځان لپاره جګړه پای ته ورسوله، خو افغانستان بیا هم کلونه کلونه د جګړې په اور کې وسوځيد.

اوس پوښتنه داده چې آیا امریکایان او ملګري یې هم یوازې د ځان لپاره د جګړې پای ته رسول غواړي او که د افغانستان او افغانانو لپاره هم؟

آیا په افغانستان کې د ۹۰ یمي لسیزي د پیښو د تکرار امکان ډیر دی او که د سولې او ثبات د ټینګښت؟.

روان وضعیت ته په کتو سره له ګڼ شمیر افغانانو او د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو سره دا اندېښنې پیدا شوي، چې ګواکې امریکا او ملګري یې غواړي دا جګړه د ځان لپاره پای ته ورسوي او افغانستان او سیمه خپل برخلیک ته وسپاري.

په همدې لړ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي (( په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو سیاست د مسکو لپاره ضد او نقیض دی، ځکه هیڅوک نه پوهیږي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان او شاوخوا سیمو کې څه پیښیږي؟))

د لاوروف اشاره هم ښايي له دوه زره څوارلسم کال وروسته له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو او په ورته وخت کې د یو شمیر امریکايي ځواکونو د پاتې کیدو په اړه د ا مریکايي چارواکو ضد و نقص څرګندونو ته وي. او یا دا چې امریکايان او ملګري یې له یوې خوا له افغانستان څخه سرتیري باسي او له بلې خوا ژمنه کوي، چې افغانستان به یوازې نه پریږدي.

لاوروف څه موده وړاندې ویلي و، چې ناټو او ایساف باید له افغانستان څخه تر وتلو وړاندې هغه چا ته (د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته، چې روسیه یې هم غړیتوب لري) ددغه ماموریت د بریالیتوب په اړه مالومات ورکړي، چې دوی ته یې ددغه ماموریت اجازه ورکړې وه.

بلخوا د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف څو ورځې وړاندې له خپل ترکمن سیال سره په لیدنه کې ویلي و: ((د ناټو ځواکونو د وتلو له کبله مرکزي اسیا د زیاتیدونکي کړکیچ شاهده ده.))

له بلې خوا اسیا پلس د تاجک چارواکو له قوله لیکي چې ((د افغانستان په بدخشان کې د تاجکستان پولې ته نیږدې تر اویا ډیر سختدریځي را ټول شوي دي))

روسیه او د مرکزي اسیا هیوادونو چارواکي وېره لري، چې له افغانستان نه د ناټو پوځیانو تر وتلو وروسته به د نړیوالو سخت دریځو پام دغو هیوادونو ته واوړي.

په همدې توګه دامریکا یوه تحقیقاتي مرکز غړي (کالن ټایلر) په خپله شننه کې وايي ( امریکايي چارواکې چې را تلونکې جنوري پر دفاعي لګښتونو بحث کوي، بودجه يي هم کمیږي او په دې دلیل به په اړوندو سیمو کې کم پوځي ځواک او کمه بودجه د دوی لپاره مناسبه وي.)

د هغه په خبره امریکا به په دې اړوندو سیمو کې د ثبات لپاره اوږد مهالي او ډیر لګښتي عملیات نه کوي، دوی به خپل کم پوځیان له یوه ځای څخه بل ځای ته لیږدوي چې په دې ډول ښه عملیات وکړي. د اوباما د ولسمشرۍ په لومړیو کې د ده مرستیال جو بایډن هم دې ته ورته نظر ورکړي و. بایډن په ۲۰۰۹ کال کې افغانستان ته د ۳۳ زره اضافي امریکايي سرتیرو پر ځای د بې پیلوټو الوتکو او د یو شمیر کوماندو ځواکونو د رالیږل کیدو د طرحې ملاتړکړی و. په دې ډول جګړه کې به له یوې خوا د امریکا لګښتونه او له بلې خوا د سرتیرو د مرګ ژوبلې کچه راټیټه شي. د دغې طرحې له مخې به اصلي جنګ افغانان کوي خو امریکایان به د خپلې ټکنالوژۍ په وسیله طالبان نه پریږدي چې په کومه سیمه کې اداره جوړه کړي.

پورتنیو معلوماتوته په کتو سره له ورایه معلومیږي چې که هرڅومره ستراتیژیک تړونونه په خپل منځ کې ولرو دوی به تل خپله وړه ګټه زموږ له یو لوی تاوان سره هم برابر نه کړي. که د دوی په اراده کې تغیرات را نه وستل شي نو څرګنده ده، چې جګړه به د پخوا په څیر وږده وي. دوی به ترې وتلې وي او د دوی لپاره به جګړه ختمه وي خو افغانان به د پخوا په څیر په دې جګړه کې تر نامالوم وخت پورې سوځي. لازمه ده، چې له دوی سره په دې اړوند پراخې او سپیني خبرې وشي خو دا کار څوک وکړي؟

د دغو خبرو لپاره یوې ښې اداري او منظم سیستم ته اړتیا ده. خو په خواشینۍ سره چې د افغانستان اوسنی حکومت یوازې پر دې بوخت دی، چې څوک باید څو فیصده وي.

په داسي حالت کې یوازې افغان ولس کولای شي، چې په خپل اتفاق سره دا ستونزه حل کړې. په دي مانا چې په اوسني حساس وخت کې سره یومټي شي او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې یو داسې مشر وټاکي، چې لومړی په هیواد دننه یوه ښه، سالمه او منظمه اداره رامنځ ته کړي او ترڅنګ یې د یوه رغنده بهرني سیاست په تعقیبولو سره د دا ډول بهرنیو دسیسو مخه ونیسي.

Copyright Larawbar 2007-2024