ښارواله عزرا جعفري:په ډايکونډي کي پام وړ کار پيل سوی دی

د لراوبر اداره | سپتمبر 11th, 2012


ددایکونډی ښارواله عزرا جعفری رسنیو ته وویل چی ددی ولایت په نیلی ښار کی یی دامریکا دمتحده ایالاتونو پرمختیایی پروګرام رمپپ په مالی مرسته دښار ټول جایدادونه ثبت کړی، چی ددی پروینا ډیر ژربه ښاریانو ته دمالیه کتابچه ورکړی اوددی ولایت دښاروالی دعوایدو په برخه کی به دپام وړمثبت بدلون راشی.

ښاروال عزرا وایی دښار دوکانونو ته یی دجوازد ویشلولړی پیل کړی چی ددی پروینا ددی کار په کولو سره ښاریان خپل تجارت په قانونی بڼه بیایی او ښاروالی ته به هر کال دجواز پرورکولو باندی اندازه شوی فیس ورکوی.
داوایی په ورځنی ډول دښار ټول کثافات راټولوی او دښار دباندی یی غورځوی ترځو دښار چاپیریال پاک او خلګ ورڅخه ناروغه نشی.

عزراهم داراز وایی چی دښار ۲ کیلومتره سړک دهواری ترځنګ یی په ښار کی ښځینه او سړیو دپاره عامه تشنابونه جوړکړی چی ددی پروینا اوس دښار خلګ ورڅخه دګټی اخیستنی ترځنک خوښ بریښی او هرڅوک چی ورڅخه ګټه پورته کوی ، باید ښاروالی ته خپل ټاکل شوی اندازه پيسی ورکړی.

نوموړی پرمرکزی دولت ږغ کوی چی دولایت ته خپله پاملرنه زیاته کړی ترځو پدی ولایت خلګو ته دکار زمینه برابرولو ترڅنګ ښار ښکلا ومومی.

ددایکونډی دافغانستان په جنوب کی پروت یو ارام او نوی جوړشوی ولایت ده چی پکی هیڅ نړیوال ځواکونه شتون نلری خوبیا خلګ له بی کاری او او دولت په نه پاملرنه تورنوی.
ددی ولایت اوسیدونکی وایی چی پدی ولایت کی باید کرهڼیزی او پرمختیایی پروژی پلی شی ترڅو دخلګو اقتصاد وده مومی.

Copyright Larawbar 2007-2024