نن په هالند کي پارلماني انتخابات ترسره کیږی
59
لنډه پیژندنه:هالنډ یاNederlandیو شاهی نظام اوکوچني هیواد دی، چي داروپاپه شمال لویدیځ کی پروت دی. د هالند وګړي ( ۱۶۵۷۰۶۱۳) میلیونوته رسیږی چي زیاتره یی کاتولیک پروتستان، بی مذ هبه او تر یوه میلیون څخه زیات مسلمانان دي چي په (۴۱۵۲۶) کیلومترمربع ځمکه کي (چی له هغی جملی نه اتلس سلنه یی اوبه دی) استوګن دي.
دنیډرلنډ لغوی مانا (ټیټ ملک) ده. د هالند ډیری برخي د سمندر له سطحی نه کښته دی او د بندونو په مرسته یی وچی ساتلی دی. په دي مانا چی که چیری دا بندونه نه وي نو د هالند تر ټولو ښایسته ښارونه او تجارتی او صنعتی سیمی تر اوبو لاندی کیږی.
هالند دنړۍ په شتمنو هیوادوکي راځي چي په ۲۰۰۶ کال کي د نا خا لصو داخلی تولیداتو اندازه یی تر ۵۴۱۵۱۳ میلیاردو ډالرو نه اوښتي وه. د هالنډ پلازمینه امستردام ښاردی خو دولتی چاری وزارتونه، پارلمان او بهرنې سفارتونه اکثرا په دنهاخ (په هالندی Den Haag) کي استوګن دی. دلیل یی هم دا دی چی امستردام یو تجارتی او د سیلانیانو لپاره په زړه پوری ښار دی او دولت نه غواړی چی دا تاریخی ښار یوه سیاسی څیره ځان ته غوره کړی. دهالند نورغټ ښارونه روتردام، اوتریخت، اندوهوین اوارنهیم دي.
دهالند حکومتي جوړښت پارلمانی بڼه لری. پارلمان د ټولو وګړو د سیاسی ګوندونو دټولټاکنو لخوا منځ ته راځي چي په انتخاباتوکي ۱۵۰ پارلمانی چوکی ټاکي.وروسته د پارلمان ټاکل شوی غړي دیوه ائیتلافی حکومت په جوړیدوسره صدراعظم اووزیران ټاکي.
دهالند په نني ټاکنو کي ۱۲ سیاسی ګوندونه برخه اخلي چي ترټولو مخکي او وتلی ګوندونه د لیبرال دموکرات، ګارګراو سوسیا لیست ګوندونه دي.په دغه پارلمانی ټاکنو کي د کريستال دیموکراتCDA، دکارګرانوګوند, PvdA ،لیبرال دیموکرات ګوند VVD ،سوسیال ګوند SP، د ۶۶کال دیموکرات ګوند D66، چپی شین ګوند GL، د خیرد ویلدر افراطي ګوند PVV ،دکریستیانود اتحادی ګوند CU ،د حیواناتو ګوندPvdD ، د پنځوس جمع ګوند 50+،اودوه نور کوچنی ګوندونه دی چه په ننې ټاکونه کي برخمن دی.
دا ټاکني نن ورځ د سهار پر ۷:۳۰ بجوپیل او د شپی تر ۹ بجو پوری دوام لری.
هرهغه ګوند چي تر ټولو زیاتی رایی وګټی د هالند دملکی لخواه دنده اخلي چي کابینه جوړه کړی. د کا بینی په جوړولوکي دوه یا دری وتلی ګوندونه دنورو ګوندونو په ملتیا سره د۷۶ چوکیود لاسته راوړلو لپاره سره را غونډیږی چي بیا وروسته همدغه ایتلافی ګوندونه په ګډه سره دحکومت کابینه جوړوی او دملکی د منظوری نه وروسته خپلي چاري پر مخ بیا یی.
دلمړنیومالوماتوله مخي د لیرال دموکرات ګوندد مارک رووت په رهبری او د کارګرانو ګوند د دیدریک سمسون په رهبری دواړه سره برابر او ترنورو ګوندو نه مخکي دي.