یو وخت د حیوانانو پاچا زمری ناجوړه سو. ټول حیوانان د هغه پوښتني ته ورتلل. شرمښ هم غوښتل چي د هغه پوښتني ته ورسي. خو هغه اول د ګیدړي کور ته ورغلی او ورته وې ویل:
- ګیدړي! ته باید د پاچا پوښتني ته ورسې، ځکه هغه ناجوړه دئ، موږ باید د هغه سره مرسته وکړو.
ګیدړي وویل:
- پاچا ما ته څه اهمیت لري؟ خپله ورسه.
شرمښ ته درد ورغی. د ځان سره ئې وویل: دا خبري ګیدړي ته ګټه نه رسوي او ولاړی. کله چي د پاچا قصر ته ورسېدی، نو وې ویل:
- سلام پاچا صاحب، څنګه يې؟
زمري وویل:
- ډېر ښه نه یم. داسي راته معلومیږي چي نور به هیڅکله جوړ نه سم.
شرمښ وویل:
- ګیدړه ستا سره مرسته کولای سي. زه په دې خاطر د هغې کور ته ورغلم. خو ته پوهېږې چي هغې څه وویل؟ هغې وویل چي پاچا ما ته څه معنیا لري؟!
پاچا ته درد ورغلی او وې ویل:
- زه به ګیدړي ته سزه ورکړم!
دا چي ګیدړه په دې پوهېده چي شرمښ به زمري ته خامخا ووایي، چي هغې څه ویل، نو ډېر ژر ئې د پاچا کلا ته وروځغستل. چي ورسېده نو وئې ویل:
- سلام، څنګه يې پاچا صاحب؟ دا څلورمه ورځ ده چي زه ستا له پاره په یوه دوا پسي ګرځم.
د زمري خپل درد هېر سو او وې ویل:
- نو تا دوا پیدا کړې ده؟
ګیدړي وویل:
- یا، خو یوه لار سته چي ستا درد جوړ کړي. ته باید خپل ځان د شرمښ په پوستکي کي پټ کړې.
شرمښ وبېرېدی، او وې ویل:
- زه ستا سره مرسته نه سم کولای، ځکه زه بیخي زوړ یم.
ګیدړي وویل:
- د څو کالو به یې؟
شرمښ وویل:
- د پنځوسو کالو یم.
ګیدړي وویل:
- دغه عمر بهترین عمر دئ!
د زمري مزدورانو سملاسي شرمښ مړ کړ او پوستکی ئې ځني وایستی. (ګیدړي چي هر څه ویلي وه هغه درواغ وه مګر هیڅ څوک نه پوهېدل.)
د دې نکل څخه موږ دا زده کوو چي مه کوه په چا چي وبه سي په تا.
(د هندوستان د هیواده څخه)
