کور / کره کتنه / د لیکنو بېخوندي: بدیهیات او حاشیې

د لیکنو بېخوندي: بدیهیات او حاشیې

استاد یون د کرزي صاحب لخوا راغوښتل سوې یوې لویي جرګې منشي وو. څو واره یې ویناوالو ته یادونه وکړه چي خپلي خبري رالنډي او پر اصلي موضوع (د مخالفینو سره سولي) متمرکزي کړي. دلته د استاد رباني د خبرو نوبت راغی. استاد هغه خپله د مجاهدینو او ملحدینو بابولاله راشروع کړه چي جرګه‌والو په ارږمیو ورسره بدرګه کوله.
استاد یون د ده د خبرو په منځ کي یو وار ورږغ کړه چي استاده! وخت لږ دئ. خو استاد تازه د ملحدینو په ټکولو شروع کړې وه.
خیر، بیانیه ختمه سوه.
استاد یون د بل ویناوال د راغوښتني مخکي یوه کنایوي کیسه وکړه . ویل، زموږ لغمان کي یو چرسي وو. زموږ ملا چي به تقریر شروع کړ نو داستان به یې د ظاهر شاه له دورې راپیلاوه او په یوه ساعت کي به لا تر مجاهدینو نه رارسېدئ. یوه ورځ دې چرسي ورږغ کړه چي ملا صاحب! دومره لیري مو مه بیایه؛ د طالبانو څخه یې راشروع کړه.
نو ویل زه له ټولو مشرانو غوښتنه چي خپلي ویناوي د طالبانو له وخته راپیل کړي ترڅو وخت وسپمول سي.
دا مي تر دې را په یاد سوه چي اوس هم ځیني لیکني د موقتي ادارې په حالاتو، د افغانستان په څلورخواوو او نورو بدیهیاتو راشروع کیږي. اوس هم خلګ لیکي: لکه څنګه چي خبر یاست افغانستان یو غرنی هیواد دئ…
د چا خوا وګرځي. کشکي مي د استاد یون غوندي جسارت لرلای او دغسي خلګو ته مي لیکلای چي آ کاکا! د طالبانو څخه یې راشروع کړه!