کور / خبرتیا او پيغامونه / په جرمني کې د نړیوال علمي سیمینار خبرتیا او بلنه

په جرمني کې د نړیوال علمي سیمینار خبرتیا او بلنه

د افغانستان د کولتوري ودې ټولنه په پام کې لري چې د روان كال د دسمبر پر ١٣ يكشنبه په جرمني کې د ( په افغانستان او سیمه کې نوي بدلونونه او اندیښنې ) تر سرلیک لاندې نړيوال علمي سيمينار جوړ کړي .
د افغانستان د کولتوري ودې ټولنه ټولو هیوادوالو او د ټولنې غړو ته په ډیر درناوي بلنه ورکوي چې په خپل ګډون سره دا غونډه لا درنه او ګټوره کړي .
د سیمینار نوم : په افغانستان او سیمې کې نوي بدلونونه او اندیښنې
موضوعات :
۱- په سیمه کې نوي اقتصادي بدلونونه ، سیالۍ ، اړیکې او د افغانستان لپاره غوره دریځ
۲- افغانستان او په سیمه کې نوې سیاسي معادلې ( پوځي ، سیاسي او مذهبي)
۳- د سیمې هیوادونو سره د اړیکو څرنګوالی او نوی تعریف .
په سیمینار کې به افغان کارپوهان له بېلابېلو هیوادونو څخه ګډون وکړي او خپلې مقالې به وړاندې کړي
د دې تر څنګ ټول ګډونوال کولائ شي د موضوعاتو په هکله خپل نظرونه او پوښتنې وړاندې کړي
نېټه : د یکشنبې ورځ ۲۰۱۵/۱۲/۱۳
وخت : دوه بجې
ځای :
EVENT PALAST
Max-Planck-Strasse 9a
50354 Hürth
Germany
E-Mail :
info@eventpalast.com
اړینې شمیرې :
+492235717980
+4917678688902
په درنښت
د افغانستان د کولتوري ودې ټولنې د مشرتابه جرګه