کور / تازه خبرونه / جمهور ریس غني د پښتونخوا له یو شمېرسیاستوالو سره وکتل

جمهور ریس غني د پښتونخوا له یو شمېرسیاستوالو سره وکتل

دولسمشر د ويب پاڼې د خبر له مخې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریس محمداشرف غني ، له خیبر پښتونخوا او کویټې څخه راغلیو سیاسي شخصیتونو سره وکتل.په دغه لیدنه کې، چې په ارګ کې ترسره شوه جمهور رئیس راغلیو مېلمنو ته په خطاب کې وویل، ټول افغانان ویاړي او خوښی دي، چې خپل کور ته مو له سوله ییزو پیغامونو سره تشریف راوړی، زموږ او ستاسو غم او ښادي سره شریکه ده.جمهور ریس غني وویل، ارواښاد افضل خان لالا تاریخ جوړونکی شخصیت وو، چې مړینه یې زموږ لپاره دردونکې وه. هغه زیاته کړه، په وروستیو وختونو کې مې چې ټلیفوني خبرې ورسره وکړې، نو لا یې هم افکار، خبرې او اهداف منظم وو.د هېواد جمهور رئیس د خپلو خبرو پرمهال د باچاخان، خان شهید او د دوی د نورو مبارزو ملګرو د ملي افکارو او مبارزو یادونه وکړه او وې ویل، د د دوی د ارزوګانو پالل او د ارمانونو پوره کول زموږ مسوولیت دی.جمهور رئیس غني څرګنده کړه، دا مو خپل کور دی هر وخت راشئ، ځکه په تګ راتګ اړیکې لا ټینګېږي او د سیمې د ثبات او امنیت لامل کېږي.ورپسې د قومي وطن ګوند رهبر افتاب احمدخان شېرپاو د خبرو پرمهال له جمهور رئیس څخه مننه وکړه، چې د افضل خانا لالا د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره یې لوړ پوړی پلاوی رااستولی وو، هغه زیاته کړه ، زموږ ټولو غم او درد سره شریک ده.ښاغلي شېرپاو وویل، افغانستان خپلواک هېواد دی او موږ تل په دې هېواد کې د سولې او ثبات لپاره دعاګانې کوو او په همدې موخه مو د پاکستان د ولس سوله ییز او د خواخوږۍ پیغام تاسو ته راوړی دی.په دغه کتنه کې پر محمود خان اڅکزي، اسفندیار ولي خان، افتاب احمدخان شېرپاو، افراسیاب خټک، سکندر شېرپاو، انجینر شکرالله خان، ایاز وزیر، سلیم خان او عثمان کاکړ سربېره د افغانستان د کابینې یو شمېر غړو، د ملي شورا استازو او سیاسي شخصیتونو هم حضور درلود.