کور / راپور / د قلم لار ټولني د خوست په يعقوبيو كي كتابتون پرانيست

د قلم لار ټولني د خوست په يعقوبيو كي كتابتون پرانيست

 

قلم لار ټولنه یوه مدني ټولنه ده چې مسئولین یې له خلکو کتابونه را ټولوي او بیا همدا کتابونه لیري پرتو سیمو ته د ځوانانو د لوست لپاره رسوي داچي لا تر اوسه د لیرو پرتو سیمو ځوانان د ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي د یوې خوا غربت او ناچاري او د بلي خوا  کتاب،قلم،ښوونځي او نورو وسائیلو نشتون هغه ستونزي دي چې زموږ ځوانان یې د زدو کړو او پرمختګ څخه شاته پري ایښي دي د قلم لار ټولني مسئولینو تر اوسه د هیواد په پنځو لیري پرتو ولسوالیو کې د ځوانان د لوست لپاره هغوي ته کتابونه رسولي او دهغوي دا ستونزه یې حل کړې ده چې یاد کتابتونونه، دکندهار په سپین بولدک،پنجوائي،د هلمند مارچه،د زابل ښاري صفا او پنځم یې هم د خوست په یعقوبیو ولسوالي کې پرانیستلی.

كتابتون

د ټولني د مسئولینو په وینا:

زده کړي په هیواد کې موږ تر هرڅه اولیت لري دوي چې لومړی یې د بندو ښوونځیو مسئله را برسیرنه کړه او اوسه لا هم کار ورباندي کوي ترڅو په ټول هیواد کې د ناپوهۍ او جهل مخه ونیسي.

خو د کتاب راټولول او تر بې چاره ولسونو رسول یې بل په زړه پوري او د خلکو د خوښۍ کار دی.

هغه د ځینو پوهانو په وینا:

داسي غم به نه وي چې په مطالعه سره لیري نه سي(مونتسکو)

د کتاب پاڼي هغه وزرونو ته پاتي کیږي چې د انسان روح د رڼا پر لوري الوزوي(ولتر)