کور / تازه خبرونه / هالنډ:د پټ افغانستان په نوم نندارتون پرانستل سو

هالنډ:د پټ افغانستان په نوم نندارتون پرانستل سو


ددې نندارتون دوې ويډيووي ټوټې په لراوبر ويډيو کي وګورئ


دا د هغه  نندارتون نوم دى چې د پنجشنبې  په ورځ د هالند په امستردام  ښار کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د وزير او د هالنډ د شاهي کورنۍ  د لوړرتبه دولتي چارواکو له خوا پرانيستل شو . د طلاتپې ، آى خانم،بګرام او د  بلخ د فلول له غونډۍ نه راوتلي ٢٣١ ارزښتناک لرغوني توکي چې تر ټولو زوړ يې نيږدې پنځه زره کاله ، او تر ټولو نوى يې ١٨٠٠ کاله عمر لري څلور مياشتې په پاريس کې او شپږ مياشتې د ايټاليا په تورين ښار کې  نندارې ته ايښودل شوي و ،چې تر ٢٧٠٠٠٠ زيات مينوال ورته راغلي وو.



د هالند په پلازمينه امستردام  ښار کې به هم دغه نندارتون څلور مياشتې دوام وکړي ،او هيله کيږي چې هالندي او نور سيلانيان به يې هم تود هر کلى وکړي .


 


د اطلاعاتو او فرهنگ وزير عبدالکريم خُرم  د افغانستان د ملي موزيم د آثارو د نندارتون د پرانيستلو  په مقصد چې د هالند د امستردام  د دنيو کيرک  په موزيم کې  نندارې ته وړاندې کېږي پنجشنبه هالنډ ورسيد .

 

د افغانستان  د ملي موزيم  د آثارو نندارتون چې د آى  خانم  ، فلول غونډۍ،  بگرام او د باختر  د خزانې  په گډون په  څلورو  حوزو پورې اړه لري  د هالند په  امستردام ښار کې نندارې ته وړاندې شوي دي  او  تر څلورو مياشتو پورې به  د مينه  والو پرمخ  نندارې ته کيښودل شي .

 

 د هيواد دغه  درې  سوه  يو ديرش قلمه تاريخي آثار  وړاندې تر دې   په فرانسه  او ايټاليا کې هم  نندارې ته ايښودل شوي وو چې  دوه لکه اويا زره کسانو يې ننداره وکړه  .

 

په دې سفر کې د ولسي جرگي لومړى مرستيال  محمدعارف  نورزى، د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت فرهنگي مُعين  عمر سلطان ، د ولسي جرگې  ځينې غړي او د اطلاعاتو  او فرهنگ وزارت جگپوړي مامورين له ښاغلي عبدالکريم خُرم سره ملگرتيا کوي.