کور / راپور / د افغانستان بيا موندل شوي خزانې

د افغانستان بيا موندل شوي خزانې

 (دافغانستان بياموندل شوې خزانې )دا  د هغه  نندارتون نوم دى چې د پحنشنبې  په ورځ د هالند په امستردام  ښار کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د وزير او د هالنډ د شاهي کورنۍ  د لوړرتبه دولتي چارواکو له خوا پرانيستل شو .


د طلاتپې ، آى خانم،بګرام او د  بلخ د فلول له غونډۍ نه راوتلي ٢٣١ ارزښتناک لرغوني توکي چې تر ټولو زوړ يې نيږدې پنځه زره کاله ، او تر ټولو نوى يې ١٨٠٠ کاله عمر لري څلور مياشتې په پاريس کې او شپږ مياشتې د ايټاليا په تورين ښار کې  نندارې ته ايښودل شوي و ،چې تر ٢٧٠٠٠٠ زيات مينوال ورته راغلي وو.


د هالند په پلازمينه امستردام  ښار کې به هم دغه نندارتون څلور مياشتې دوام وکړي ،او هيله کيږي چې هالندي او نور سيلانيان به يې هم تود هر کلى وکړي .