کور / شعر / پلار دښمن

پلار دښمن

ازموده را ازمودن ا ست خطا


منل  شوی دا متل  له   پخوا


د افغان پلار دښمنو انګریزان


میشته  کړی  په هلمند  کی  ملیشا


ملیشه   د   پاکستان    او    طالبان


چلوی   قدرت  پر  خلکو   بر ملا


هلمندیان  دی  ټول  پوه  په خبرو


چی  انګریز   لری   شوم   مدعا


طالبانو    که   یا ستی   ا فغانان


ټوپک واړوی د ښمن ته له هر خوا


د بابر او مولانا اورمیږ کړی  مات 


غلیمانو  باندی  جوړ  کړی  کربلا


جاسوسان  له  خپل  مینځه   وباسی


دهغو  اعمال  کړی  خلکو ته افشا


افغانانو     سره   یو شی     چټک


د  غلیم   لاسونه     وتړی    تر شا


دمل غاړه دی خلاص وی  وطنوالو


دا  اطلاع  می  اوریدلی  له هر چا


               ***
          


                جرمنی    ۲۲/۱۲/۲۰۰۷


بابر – نصرالله بابر 


مولانا – مولانا فضل ا لرحمان