کور / تازه خبرونه / د فرانسې جمهور رئیس کابل ته ورسېد

د فرانسې جمهور رئیس کابل ته ورسېد

نیکلا سرکوزی د فرانسې جمهور رئیس  نن  ناببره کابل ته رسېدلی دی ترڅو د افغاني چارواکو او په افغانستان کې دمېشته فرانسوي سر تيرو سره وګوري .


د فرانسې خبري آژانس خبر ور کړ   چې دهغه راهيسي چې ښاغلي سرکوزي په فرانسه کې د جمهوري رياست  دنده پرغاړه اخيستې ده نو دا وافغانستان ته  دنوموړي لومړی سفر دی .


د سرکوزي سره  په دې سفر  کې ددفاع وزير په ګډون يو لړ نورچارواکي هم  ملګري دي . د فرانسې د بهرنيو چارو وزير چې د هند په دوره بوخت وو  هغه هم نن کابل ته رسېدلی او د جمهور رئیس سره يوځای سوی دی .


ويل کيږي چې فرانسه همدا اوس  په افغانستان کې ۱۳۰۰ سرتيري لري چې زیاتره  يې د کابل په شاوخوا کې پراته دي خو ځيني يې د کندهار په يوه اډه کې هم مېشته دي .