کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د احمدضیا مسعود او قانوني دغلاو په اړه څو ټکي

د احمدضیا مسعود او قانوني دغلاو په اړه څو ټکي

په دې وروستیو کې کره معلومات داسې ښیي چې دپخواني ملي خاین او دافغانستان دبدبختیو زیږونکي احمدشاه مسعود ورور پوخ غل احمدضیا مسعود له اولس میلونو ډالرو غلاوو پیسو سره دعربي متحده اماراتو په هوايي ډګر کې نیولی شوی، لومړی خو دعربي متحده اماراتو دپولیسو دی کور ودان وي چې نړیوال غله خو لږ تر لږه خلکو ته ورپیژني، په افغانستان کې خو چې څوک په لوکس موټر او بیا یې لا چې نوم هم غټ وي، احترام کیږي. کله پولیس ددې جرئت لرلای شي تر څو دوی ای پی یا ځانګړي شخص موټر دې وکتل شي، بیکونه او بکسونه خو لا پریږده.



خبره به بل لورته ته نه وړو، احمدضیا مسعود چې کله دعربي متحده اماراتو هوايي ډګر ته رسیږي، له ځان سره اوه لس میلونه ډالره او الماس هم لیږدوي ولې خدای یې شرموي او دافغانستان دشهیدانو دوینو په برکت یې خدای پاک پرې سترګې خړوي، یونس قانوني چې دا مهال دپارلمان مشر دی هم دغلاوو له ډیرو ډالرو سره نیول کیږي خو چالاکه او تیز یونس قانوني بیا افغانان لا څه چې بهرنیان هم ښه تیر ویستلی شي ، قانوني بیا په خپلو خبرو کې دغلاوو په تور کې غبرګون ښيي وایي چې داپیسې مې لندن کې دکور اخیستو لپاره راوړی وی.




په هر حال داچې دوی دا پیسې له کومه کړې وې دا څرګنده ده، دبهرنیانو پریمانه ډالر چې په افغانستان را مات شول، پنجشیریزم او شمالي ټلوالې ترې له پوزی ځانونه ماړه کړل، خورد ظابط او دټوکو مارشال قسیم فهیم خو یوازې په کابل کې له سلو زیات کورونه جوړ کړل، په ده افغانانو کې یې د زوی په نوم لوی دسرو زرو مارکیټ ورغاوه، په لسګونو این جو ګانې جوړې کړې، دملي دفاع وزارت نه دپیسو ویستلو لپاره خو یې ان لوژیستکي کمپنۍ هم جوړې کړې، اسیايي بانکونه خو لاڅه کوئ اروپايي او امریکايي بانکونه کې یې هم په مختلفو نومونو ډالر ځای په ځای کړل.




خو بیچاره لا موړ ندی له دی هم زیاتې غواړي په وروستیو ځل خو یې په ډیره سپین سترګۍ په حکومت کې دبیا ور ګډیدو غوښتنه هم وکړه خورد ظابط قسیم فهیم خو لنډمهاله او منځمهاله ادارې طلایي ګڼي.


دفهیم له لرې کیدو وروسته دملي خاین غل ورور احمدضیا مسعود واک ته رسیږي دی هم هیڅ صرفه نه کوي وار دواره دسړک جوړونې شرکتونه جوړه وي کار ورته سکرټر کوي خو چې کله په دی پوهیږي چې خبره غلا ته ووته او غل ونه پیژندل شي، خپل سکرټر دخلکو غولولو لپاره له دندې ګوښه کوي، ویل کیږي چې له احمدضیا مسعود سره په اماراتو کې الماس نیول شوي، دا خبره احمدضیا ته دومره نوی نده، هغه مهال چې دویم سقاو برهان الدین رباني په ارګ کې ناست وو او له ځان نه یې دافغانستان ولسمشر جوړ کړی وو هم احمدضیا مسعود په غلا نیول شوی وو، هغه وخت احمدضیا مسعود له خپلې خواښې البته چې د دویم سقاوو رباني کډه یا میرمن ده کاناډا ته تلل چې دواړه دکاناډا په هوایي ډګر کې له څو ملیونو ډالرو سره نیول کیږي او خبره غټیږي.


دا مهال احمدضیا مسعود ځان ته یوه هوايي کرښه لري، پامیر ایرلاینز ویل کیږي د احمدضیا مسعود دی، قانوني کاکا خو په خیرخانه، شیرپور، شش درک او دکابل په نورو ځایونو کې دکورونو هیڅ کمی نه لري.


ستر درستیز بسم الله خان خو بیا له باګرامه دامریکایانو له اډې پنځه لکه ډالره هره میاشت دامریکایانو دساتونکو چې ټول پنجشیریان دي لاس ته راوړي، دویم سقاوو رباني خو معاف دی ځکه هغه خو غټه څټه ده.


داده دشمالي ټلوالې په تیره بیا دپنجشیریزم دچور او تالان اتلولي، دا ټول څه دبې کفایته ولسمشر له لاسه کیږي، بې کفایته ولسمشر کیدای شي دافغانستان په تاریخ کې یوازی او یوازې حامد کرزي ته وویل شي چې نه طالب کنټرولوی شي، نه شمالي ټلواله له غلا ګرځوی شي، نه دځان په زور پوهیږي او نه هم له خلکو خبر دی.




په ارګ کې ناست ګرم نرم دچا خبره ساعت یې تیر دی، له یوې خوا شمالي ټلوالې په ډالرو او وسلو ځانونه ماړه کړل او له بل خوا یې دنړیوالې توطیې اصلي کړۍ مرکزي برخه واوسیدل.




په کار خو داوه چې ولسمشر کرزي داحمدضیا مسعود او قانوني غلاوې یې خلکو ته په ډاګه کړی وای او یا یې لږ تر لږه پوښتنه تر کړی وای.