کور / تازه خبرونه / پښتونخوا : نا امنيو وېره خپره كړې ده

پښتونخوا : نا امنيو وېره خپره كړې ده

په شمالي او جنوبي پښتونخوا كې نا امنيو وېره خپره كړې ده .




په داسي حال كې چې تېره ورځ دشمالي پښتونخوا دچارسده كې دشېرپاو په مسجد كې ځانمرګى بريد وشو دشمالي پښتونخوا له بېلا بېلو سيمو څخه راپورونه وايي چې اوس خلك بېرېدلي او اختريزي مېلې هم بېخونده شوي دي .




دتېرو اخترونو برخلاف په شمالي پښتونخواكې دسندريزو مېلو ياكانسرټونو لړۍ نه ترسترګو كېږي او دشمالي پښتونخوا په مركزي ښار پېښوركې هم دنورو اخترونو په انډول ګڼه ګوڼه لږ ده .



هاخوا دجنوبي پښتونخوا له مركزي ښار كوټي څخه هم خبريالان وايي چې دمېلو لړۍ نه ښكاري او ناامنيو دخلكو پرعادي ژوند بد اغېز شېندلى دى . البته له كوټي دباندي دپښين ، كلاسيف الله ، او دډيورنډ پركرښه له پراته ښارچمن څخه دځينو اختريزو ډله ييزو مېلو راپورونه رارسېدلي دي .



دكوټي ګڼو اوسېدونكو لر اوبر ويبپاڼي ته وويل چې اوس دپرله پسې ناامنيو له كپله دجنوبي پښتونخوا دمركزي ښار كوټي بلوڅ مېشتو سيموته عام وګړي په ازاده پښه تګ راتګ نه شي كولاى  او په نوې كوټه كې خو تر لمر لوېدو راهيسته پوليس او نور حكومتي چارواكي نه تر سترګو كېږي .




په روانه مياشت كې دكوټي په پوځي چاوڼۍ كې دوه پرله پسې ځانمرګي بريدونه وشول او تر اختر درې ورځي وړاندي دكوټې له ګڼي ګوڼي ډكي سيمې ستار روډ كې بمي چاودنې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله .



خلګ وايي كه حكومتي چارواكي دناامنيو دمخنيوي په لړ كې كوټلي ګامونه اوچت نه كړي نو كوټه به هم دځينو نورو پښتني ښارونو په څېر يوه ناامنه سيمه وبلل شي .