کور / z_buitenland_news -- 5 / سعودي: پوليسو دترهه ګرۍ په تور ګڼ كسان نيولي

سعودي: پوليسو دترهه ګرۍ په تور ګڼ كسان نيولي

د سعودي عربستان پوليس وايي چې دحج داداكولو پر مهال يې دترهه ګري يوه لويه دسيسه شنډه كړې او داقاعده شبكې سره دتړاو په تور يې ګڼ كسان نيولي دي .


د سعودي عرب په پلازمېنه رياض كې دكورنيو چارو دوزارت وياند وويل چې دغه كسان يې دخپل هيواد له بېلا بېلو برخو خخه ترحج درې ورځي وړاندي نيولي دي .


وياند دنيول شويو كسانو شمېره دقيقاً نه ده ښودلې خو ويل كېږي چې نيول شوي كسان په لسګونو دي .
درياض چارواكي وايي چې نيول شويو كسانو غوښتل دحج داداكولو پرمهال دترهه ګري پېښي وكړي . دوى نيول سوي كسان داقاعده شبكې غړي بولي .