کور / شعر / قومندان

قومندان

نذير احمد نذير
اوس د جنګ د لمړۍ کرښې رهبر نه يم
اوس د خپل دښمن د قبر مينجور يم
په جګړوباندې مين له جنګو موړ يم
د عيشو واکدار اوس هره شپه نهر يم


اوس مې ګوتې د ټوپک په ماشې نه دي
اوس مې لاس د لاروي په لور اوږده دي
اوس د لوند لرګي د اور تاوو نه نشته
اوس د واټ په غاړه ناست يمه سوالګر يم


اوس مې ستر ګې د دښمن څارنه نه کړي
اوس دسره صليب لکړو ته محتاج يم
اوس نو شپه د مايوسيو راپسې ده
اوس د ورځې پاى، ناکامه ماذديګر يم



اوس مې واک کې د ښار ښکلې غالۍ نشته
اوس د چا د لاس نښان او  ډالۍ نشته
اوس مې ښځې طلايي اميل پلورلى
اوس بې کوره او بې اوره در په در يم



اوس مې زړه له ټولو خلکو ځنې تور دى
اوس د چا په زړه کې ټکى رحم نشته
اوس زما بچیان زما په خاطر وژني
اوس زه خپلو ماشومانو ته خطريم



اوس ددوى جيبونه ډک دي له پيسو نه
خو  زه يوې عادي روپۍ ته ماما وايم
لکه ماته به چې ويل مجبورو خلکو
اوس زه بل ته په دروغ او رښتيا سريم



ډېر افسوس دى ! چې وروستى عقل ړومبى واى
زما به هم لکه د نورو خزانې وای
اوس به هر سپي او سړي ته محتاج نه وم
په اسمان به مې د ستورو خزانې وای