کور / شعر / اتل ته

اتل ته

د خدای بخښلي دوست شنواري دغزل پر ليکه




کاشکي ته وای را سره زما تسل ته
دژوندون کږلېچو اړ ويستمه مل ته


نه ځواني اونه ياران د ځوانۍ وينم
کږه ونه سر مي ټيټ د ځمکي تل ته


ما به ډانګ را سره ووړ د ماتي نه وم
اوس  حريف کاروي زماعساء بدل ته


په سرو سترګو د باغ ميوه پخيږي
ټيټي مشه سترګي سرې د هېوادغل ته


که د (دوست) زيارت ته لاړي دعا وکړه
بابوزئ به هم دعا کړي خپل اتل ته


٢٠٠٧  \  ١٢  \  ٠٦