کور / تازه خبرونه / چارصده:ځانمرګي د شيرپاو پر ځای 50 تنه ووژل

چارصده:ځانمرګي د شيرپاو پر ځای 50 تنه ووژل

چارسده :ځانمرګي بريد پنځوس لمونځ كونكي ووژل لسګونه ټپيان 



 





دشمالي پښتونخوا په چارسده ولسوالي كې په مسجد كې دننه ځانمرګى بريد شوى ترپنځوسو زيات لمونځ كوونكي يې وژلي او لسګونه نور يې ټپيان كړي دي .


بريد دچارسدې په شېرپاو كلي كې دپاكستان دكورنيو چارو دوزير افتاب احمد خان شېرپاؤ په مسجد كې دننه شوى دى .


خبريالان وايي چې په بريد كې شېرپاؤ ته ډېر نېژدې كسانو ته مرګ ژوبله وراوښتې ده . په ټپيانو كې ورېرونه او يو زوى هم شامل دي .


ځايي چارواكي وايي چې دځانمرګي هدف پخپله ښاغلى شېر پاؤ وو خو هغه له پېښي څخه روغ رمت وتلى دى .


په ټپيانو كې چې شمېره يې لسګونه يادېږي دځينو روغتيا  يې حالت داندېښنې وړبلل شوى دى . ژوبل شوي كسان دتنګي او چارسدې روغتونو نو ته وړل شوي دي . او په روغتونونو كې بېړنى حالت اعلان شوى دى ، ښايي دوژل شويو كسانو شمېره لانوره لوړه شي .ځانمرګى دسهار پر اتنيمو بجو داختر دلمانځه پر مهال په څلورم صف يا كتار كې وشو .