کور / نثر / د جبران خلیل جبران ویناوي

د جبران خلیل جبران ویناوي

۱ : کله چې ما د خپل غم زړی د صبر په پټي کښې ښح کړ نو د خوښۍ میوه مې ترلاسه کړه .



۲ : د هاغه قوم پر حال افسوس دی د کوم قوم هره قبیله چې ځان ته یو بیل قوم وي .



۳ : علم د انسان د ننه تخم نه کري ، بلکه د انسان په وجود کښې شته تخم د وده کولو جوګه کوي .



۴ : خلک چې کله خوړل کوي نو داسې ښکاري چې په بیړه کښې دي ، او چې کله قدم وهي نو ښکاري چې وزګار وقت لري . نو بیا ولې دوی پر پښو خوړل نه کوي او لاسونو سره ولې نه ګرځي ؟



۵ : خلک ماته وایي که چیرې یو غلام په خوب ویده وګورې نو مه یې راویښوه ، کیدای شي هغه به د آزادۍ خوب ویني . خو زما ځواب دا وي چې که غلام په خوب ویده وګوری نو راویښ یې کړی او د آزادۍ په هکله ورسره خبرې وکړی .



۶ : هغه انسان بې له شکه نیک دی څوک چې د نورو له عیبونو څخه ځان هم پاک نه ګڼي .



۷ : هغه سړی چې د خپل ګاونډي په جنازه کښې نوي کالي اغوندي ډیر زر به د خپل ځوی په کلیزه کښې شلیدلي کالي په تن ولري .



۸ : ګډوډي یا خو له لیونتوب څخه منځ ته راځي او یا هم له هنرمندۍ څخه .



۹ : که غواړې چې ښځه وپیژنې نو کله چې هغه خاندي ورته ګوره ، او که غواړې چې سړی وپیژنې نو چې کله هغه په قهر وي نو د سترګو سپین والی یې وڅیړه .



۱۰ : بورا به تل په ګلو الوځي او پرښه به تل په واښو ځلیږي ، خو د مصر اهرام به له خاورو سره خاورې شي او (د نیویارک دنګې ماڼۍ ) به له منځه لاړې شي .


ژباړه : ډاکټر حمید شجاع ځاځی

.