کور / راپور / چمتال ادبي بهير پرانيستل شو

چمتال ادبي بهير پرانيستل شو

 



د بلخ ولايت په چمتال ولسوالي كې د وري په ۲۴مه، د مومند بابا ادبي بهير له خوا او د دغې ولسوالۍ د ځوانانو د هراړخيزو مرستو پر مټ ((چمتال ادبي بهير)) پرانيستل شو.


 


د چمتال ادبي بهير په پرانسيتې غونډه كې د بلخ ولايت د بېلا بېلو ولسواليو د ځوانانو تر څنګ يو شمېر مخور مشرانو هم ونډه درلوده، چې په ترڅ كې يې مومند بابا ادبي بهير د  شمشاد تلويزون اداره، په ننګرهار كې د وزير محمد ګل خان مومند بابا د ياد غونډې د جوړېدو په وياړ د يو ستاينليك په وركولو، ونازوله.


 


دغه غونډه د مومند بابا ادبي بهير او د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې د چمتال څانګې مسوول ښاغلي ګل نبي په هر اړخيزو مرستو جوړه شوې وه



 


غونډې دوه برخې، ويناوې او مشاعره درلودې.


لومړى د ويناوو برخه پيل شوه چې د ويندوي چارې يې د مومند بابا ادبي بهير تكړه ويندويانو بريالي جلالزي او جاويد شال پر مخ وړلې.


 


غونډه د مومند بابا ادبي بهير غړي  ذبيح الله احساس په خبرو پرانيستل شوه.



 نوموړي چمتال ادبي بهير د شمال او په ځانګړې توګه د بلخ ولايت د ادبي خوځښتونو د لا پياوړتيا لپاره يو نيك ګام وباله.


 


هغه په خپلو همزولو غږ وكړ چې دغه هڅې روانې وساتي او له مشرانو يې هيله وكړه چې د ځوانانو ملاتړ وكړي تر څو په ټول شمال كې د پښتو ادب لمن لا پسې پراخه شي.


 


ورپسې په چمتال كې د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې فرهنګي مسوول او د چمتال ادبي بهير يو تن غړي شريف الله رنځور مل د بهير په جوړېدو خوښي څرګنده كړه.


 


نوموړي خپلو مشرانو ته د نه ستړي كېدونكي كار كولو وعده وركړه.



 


ورپسې د چمتال ولسوالۍ ځوانانو په استازيتوب امير محمد بريال د خپلو خبرو په ترڅ كې د سيمې له مشرانو وغوښتل چې د ولسوالۍ ځوانان چمتال ادبي بهير كې د ګډون لپاره وهڅوي.


 


د غونډې په اوږدو كې د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې د مشر حاجي عبدالستار اسحق زي په لاس د مومند بابا ادبي بهير ستاينليك په شمال كې د شمشاد تلويزون خبريال عبدالطيف سهاك ته وسپارل شو.



 


د جرګې مشر د خبرو په ترڅ كې د شمشاد تلويزون لخوا په ننګرهار كې د مومند بابا د ياد غونډې په جوړولو مننه وكړه.


 


نوموړي همدارز د مومند بابا ادبي بهير ځوانان وستايل چې د چمتال ادبي بهير د پرانيستو تر څنګ يې د وزير بابا په درنښت د شمشاد ادراه هم ونازوله.


 


حاجي اسحق زي په ټولو ځوانانو غږ وكړ چې د ادبي بهيرونو جوړولو لمن لا هم پراخه كړي، د هغه په وينا د همدې بهيرونو له لارې د خپلې ژبې او هويت ساتنه په سمه توګه كولى شي.


 


د غونډې په پاى كې مشاعره وشوه چې د ويندويي چارې يې د ام البلاد ادبي بهير غړي اسدالله نوري او شريف الله رنځور مل پر مخ وړلې.


 په مشاعره كې د چمتال، بلخ او مزارشريف شاعرانو خپل شعرونه واورول.



 


د يادونې وړ ده چې د مومند بابا كتابتون لخوا د چمتال ادبي بهير كتابتون سره د د لسګونو كتابونو، او دشمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې مشر له چمتال بهير سره د ۱۵۰۰ افغانيو مرسته وكړه.


 


له تېرو پنځه شپږ كلونو را په دې خوا په شمال كې د پښتو ادب او ژبې د لا پياوړتيا لپاره بېلا بېلې هڅې پيل شوي دي چې بلخ يې پكې يوه مهمه حوزه يادولى شو.


 


په بلخ ولايت كې د شمال د لومړۍ پښتو خپرونې ((پرخه))، د هېواد نامتو سياسي پښتو خپرونه ((پسرلى))، مومند بابا ادبي بهير، د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګه، مېرمن كلتوري ټولنيز بهير-بلخ او په بلخ ولسوالۍ كې د ام البلاد ادبي بهير يادونه كولى شو چې په دغه ولايت كې يې يو نوى بدلون رامنځ ته كړى.