ورځپاڼو ته کتنه
ترتیب: حمید مهمند
نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د اپریل د میاشتې ۱۴ نیټه.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ماموریت څیړلې او پدې ترڅ کې د برطانوي ځواکونو د یو قومندان دا اعتراف راغستې چې ددوې ځواکونه پخپل ماموریت کې پاتې راغلي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د ګورډن مسنجر په حواله چې د ماموریت موده يې د پاې ته رسیدو په حال کې ده لیکلي دي چې ددوې خواکونه په افغانستان کې له ستونزو او خنډونو سره مخ دي خو بیا يې خپله روحیه نده بایللې.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د حزب اسلامي او امریکا ترمنځ د روانو خبرو په اړه د حکمتیار د استازي په حواله لیکلي دي چې دا خبرې ګټورې روانې دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا هم د بهرنیو ځواکونو په پوخي عملیاتو کې د عامو افغانانو د وژنې ستونزه څیړلې ده.
د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په پوخي عملیاتو کې د عامه خلکو د وژنې ستونزه او پدې اړه د خلکو اعتراضونه څیړلي او لیکلي دي چې دا ځلې د خلکو اعتراضونه ډیر جدي ښکاري.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د کابینې په غونډو کې د ولایتونو د ستونزو د څیړلو په اړه دا وړاندیز کړې دې چې ددوې د ستونزو د څیړلو لپاره باید یو مهال ویش جوړ او ولایتونو ته واستولې شي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د طالبانو لخوا د کندهار د ولایتي شورا د غړې میرمن ستاره اڅکزي وژلو ته په اشارې لیکلي دي چې ایا بیا هم طالبانو ته د سولې وړاندیز کیږي.
ورځپاڼې په خوست کې د ائیتلافي ځواکونو په وروستیو عملیاتو کې د عامه افغانانو مرګ ژوبلې ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې ولي افغان معصومه کوچنیان پخپلو زانګوګانو کې د امریکايانو لخوا وژل کیږي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ې میرمن هلري کلنټن ته په خطاب کې لیکلي دي چې ایا افغان مظلومه ماشومان او ښځې ددې مستح دي چې په لیونو او وحشي امریکايي سپو وداړلې شي.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د راتلونکو انتخاباتو د مشروعیت په اړه د امریکا د مرستیال سفیر په څرګندونو تبصره کړې او پدې ترڅ کې په هغو ممکنه کاندیدانو انتقاد کړې چې خپل پروګرامونه د خلکو پر ځاې د امریکا په سفارت مطرح کوي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې بیا د یو واحد کاندید د ټاکلو په سر په ملي جبهه کې روان اختلافات څیړلي او لیکلي دي چې دا جبهه ګام پر ګام مخ په شړیدو روانه ده.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د طالبانو د فعالیت په اړه د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس یو رپورټ راغستې او لیکلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو د ځواک په اړه له مبالغې کار اخستل شوې دې.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خباره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همغږۍ په اړتیا تینګار کړې دې.
خو اصلاح بیا په هیواد کې د کرنې د سکتور روان حالت ته په اشارې د کرنې او مالدارۍ برخې ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې ده.
د افغانستان ټایز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د طالبانو لخوا د کندهار د ولاتي شورا د غړې په وژلو تبصره کړې او پدې ترڅ کې افغان میرمنو ته ورپیښې ستونزې څیړلي دي.
ورځپاڼې په کابل ښار کې د ونو او نیالګیو د حالت په اړه یو کارټون هم خپور کړې او لیکلي دي چې په کابل کې هیڅ یوه ونه ژوندۍ نده.