کور / z_buitenland_news -- 5 / دوشنبه:ولسمشر کرزی د خلکو په وژنه خفه شوی

دوشنبه:ولسمشر کرزی د خلکو په وژنه خفه شوی

له ولسمشرۍ مانۍ نه لراوبر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ولسمشر حامد کرزی په تاجکستان دهغو پنځلسو تاجکانو په وژنه خفه شوی کومو چې د واورې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی، پیښه دتاجکستان دپلازمېنې دوشنبه او خجند په لویه لاره شوې،


ولسمشر کرزي دتاجکستان حکومت او دپیښې قربانیو کورنیو ته مراتب څرګند کړي، ولسمشر کرزی پداسې حال کې ددې پیښې له قربانیانو سره دغمرازۍ څرګندونه کوي چې د ډیرو په باور هره ورځ یې په هیواد کې دپه لسګونه تنه په جنګ جګړو او طبیعی پیښو کې ژوند له لاسه ورکوي.