کور / تازه خبرونه / دایټالیا لومړی وزیر کابل ته راورسید.

دایټالیا لومړی وزیر کابل ته راورسید.

دایټالیا لومړی وزیر رومانو پرودي نن سهار نیږدې لس بجې کابل ته راورسید، کابل ته رارسیدو سره سم یې دارګ لوري ته لاړ، دارګ دماڼۍ مخې ته دافغانستان ولسمشر حامد کرزي ورته پداسې حال کې ښه راغلاست ووایه چې په یخه او سړه هوا کې واوره وریده،


روماني پرودي له ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل او د دواړو هیوادونو دښو اړیکو دپراختیا په سر یې ورسره خبرې وکړې. پرودې به په افغانستان کې دناټو په مشرۍ دایساف په لیکو کې دایټالیا له سرتیرو هم لیدنه وکړي. نوموړې به هرات ته ولاړ شي او هلته به دایټالیا له دوه زره سرتیرو سره وویني، ایټالیا یو له هغو بهرنیو هیوادونو څخه ګڼل کیږي چې په افغانستان کې یې په زیات شمیر سرتیري نظامي ماموریت لري،


دایټالیا له لومړي وزیر پرودې مخکې همدا تیره ورځ کابل د دوو نورو مشرانو هم کوربه وو، تیره ورځ دفرانسې ولسمشر نیکولاس سرکوزي او داسټرالیا لومړی وزیر هم راغلي وو.