کور / تازه خبرونه / خوست:بمي چاودنې درې ملکي وګړي ووژل

خوست:بمي چاودنې درې ملکي وګړي ووژل

نن يکشنبه سهار د خوست ولايت د باک ولسوالۍ د چنارګي په سيمه کې دماين  چاودنې له امله  ديوې ښځې په شمول دري ملکي کسان وژل شويدي



 د باک ولسوالۍ ولسوال سيدمحمد خان وفا وايي چې ياده بمي چاودنه نن سهار د شپږو بجو په شاوخوا کې هغه مهال رامنځ ته شوه کله چي نوموړي کسان په پيکپ موټر کې سپاره ول او دخوست ښار  په لور روان وو،  موټر يي د سړک دغاړې په ماين ووبرابر شو چې په پايله کې درې کسان چې يو ښځه هم پکي شامله ده ووژل شول



  وفا زياتوي چې ماين د ريموټ کنترول په وسيطه عيار شوی وو
  دا په داسي حال کې ده چې څه موده وړاندې هم په همدې سيمه کې د ملکي وګړو په موټر پسي بمي چاودنه شوي وه په له امله يي يو تن مړ او دوه نور ژوبل شوي وو




په تور يي تراوسه څوک نه دي نيول شوي خو دپوليسو له خوا په سيمه کي څيړني رواني دي.