کور / تازه خبرونه / لس طالبان په کندهار کې وژل شوي.

لس طالبان په کندهار کې وژل شوي.

دافغانستان په سویلي ولایت کندهار کې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې چې دطالبانو په وړاندې یې لرل لس طالبان وژل شوي،


دافغانستان ددفاع وزارت خبرپاڼې لیکلي چې دغه عملیات یې دکندهار په میانشین په ولسوالۍ کې دطالبانو په وړاندې لرل،


ددفاع وزارت خبرپاڼې دا دول لیکلي چې پدغو عملیاتو کې څلور دملي اردو سرتیري هم ټپیان شويدي. لاتراوسه کوم طالب ویاند ددې پیښې په اړه کومه څرګندونه نده کړې، د ۲۰۰۷ کال له پیله تراوسه نیږدې ۶۰۰۰ زرو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی.