کور / نثر / د ليکوالانو ليکنې آيتونه او احاديث نه دي

د ليکوالانو ليکنې آيتونه او احاديث نه دي


څه موده وړاندې ښاغلي اسماعيل  یون د کاندیدانو د مارکیټ په نامه  لیکنه کړې وه. د ليکنې د متن له کتنې وروسته په ډاګه ويلی شو چې د دې ښاغلي نه دا توقع نه وه. زه د یوه افغان په توګه د یون صيب ادبي هلې ځلې چې د هیڅ چانه پټې نه دي ستایم. د یون صیب د ادبي او علمي لیکنو څخه هیڅوک نه سترګی پټوي او نه يې هم پټولی شي خو د دې ټولو صفتونو مطلب دا نه دی چې  پر نوموړي دې تنقيد ونه شي. د دې مانا دا هم نه ده چې د نوموړي په لیکنه کې به تېر وتنې نه وي یا په بل عبارت، که هغه هر څه لیکي هرو مرو به سم وي او بايد د کاڼي کرښه ونه ګڼل شي. زمونږ د ليکولانو ليکنې آيتونه او احاديث نه دي چې غلطي ونه لري.


 


که د یون صیب هغه لیکنې ته وګورو نو په ریښتیا هم چې د نوموړي د نورو لیکنو نه توپیر لري. ددې سره سره چې څه ژورنالیستيکي نورمونه پکې په پام کې نه دي نيول شوي او آن سپکې سپورې پکې ويل شوي چې د لیکلو اړتيا يې نه وه. د يون صيب د ليکنې ژبه د هغه د ليکوالۍ پياوړې وړتيا ته په کتنې ډيره کمزوري ده. حيرانونکي لا دا چې د دې ترڅنګه  يې د یوه ناکامه دورې چې آن توره دوره ورته ویلی شو او حامد کرزي پلوي کړي او په راتلونکو ټولټاکنو کې يې هغه تر نورو ټولو کاندیدانو  ښه بللی. 


 


د ښاغلي يون د دې ليکنې په ځواب کې د هوډمن په نامه يو چا ډيره ښه او په زړه پورې ليکنه کړي وه. ښاغلي يون د هوډمن صيب په ځواب کې بله ليکنه وکړه او داسې څرګنديږي چې يون صيب خپله سهوه درک کړه . هغه بيرته کرزی رد کړی او ترڅنګ يې په داسې موضوعاتو خبري کړي چې د هوډمن صيب په ليکنه کې يې وضاحت نه وو غوښتل شوی او نه هم د موضوع سره اړخ لګوي. 


 


غلطي د هر چا نه کیږي او هیڅوک هغه کار نه کوي چې غلط ورته ښکاره شي خوکه سړی  سره له پوهې هم دغلط کار پلوي کوي نو دا منطقي خبره نه ده. هر څوک په دې پوهیږي چې حامد کرزی زموږ هیواد د خلکو د غوښتنو پر خلاف د نظار شورا اوجمیعتیانولنډغرو لاسو ته وراچولی چی د ۶۵۰۰۰ افغانانو قاتیلین دي نو که یو فرهنګي شخصیت لکه ښاغلی یون د هغه په پلوۍ څه لیکي هرو مرو به د هیواد په درد دردمن کسان لکه هوډمن صیب (زه نه هوډمن صیب او نه هم یون صیب پیژنم خو د یون صیب د لیکونو لوستونکی یم ) پرې خپه کیږې او د یون صیب صداقت د پوښتنې لاندې راولي.


 


د کرزي ناکامي او د هیواد پلورلو نوې دسیسیې ته خو آن ښاغلی یون په خپل ځوابیه لیکنې کې هم اشاره کړې او تر هر بل چا زیات ښاغلی یون د کرزي په حکومت ښه خبر دی نو بیا زما په اند ښاغلي کرزي ته د يوه کاميابه ولسمشر يا کانديد نوم ورکول مناسب نه دی او د ښاغلی یون د شخصیت سره سمون نه خوري. ددې خبرې ښه ثبوت دا دی چې که ښاغلی یون دا لیکنه د کرزي په پلوۍ نده لیکلي نو بیادې دی دا ووایي چی د دې تورې او بربریت نه ډکې دوره څخه څه لاسته راوړنې لرو؟ آیا خلک وژنه يې لاسته راوړنه وګڼو او که دا چې په تاریخي ډول د لومړي ځل لپاره په کابل کې د يوې مړۍ ډوډۍ لپاره د ميندو اولاد پلورنه د دې دورې لاس ته راوړنه ده؟؟؟ 


 


د ښاغلي یون صیب دوهمه لیکنه چې زه ځوابیه نه ورته وایم د ستایلو وړ ده ځکه چې خورا ارزښتناک موضوعات پکې سپړل شوي .  په پای که به دا ووایم چې ښاغلی یون دې د دې پر ځای چې ځوابیه لیکنه وکړي خپله لومړۍ لیکنه اصلاح کړي او په راتلونکې کې دې پام کوي.