پارلمان د چا په ګروت كې ؟!
له ولسي جرګې نه په تېرو دوو كلونو كې ډېرې سليقوي فيصلې دولس د بې احترامۍ لپاره صادرې او پلې شوې . ولس هره ورځ د خپل غلط انتخاب يوه نوې سزا ويني . لږ داسې وكيلان لرو چې جنګسالار او جاسوس نه وي . دا پارلمان داسې يوتركيب دى چې درك كول يې خورا ستونزمن كار دى . كله پكې د ايراني تابعيت استازي سر را پورته كړي ، كله پكې ټلوالې جوړې شي ، كله د شريكو ګټو لپاره د يموكراتان د جنګسالارانو په چپنو ور ننوځي ، ځينې ورځې خو داسې راغلې چې يوې ډلې د افغانستان د ملي هويت د مسخ كولو لوبه بريالۍ كړه .
هر اپوزېسيون ددې هېواد په زيان تشكيل شوى دى ، په بهسودو كې جګړه وه ګڼ شمېر خلك پكې سټ شول ، خو د جګړې قوماندانان په پارلمان كې ناست وو او سيمې ته يې وسلې استولې.
د ځپلي ولس د خيرښېګڼې په نيت نه بلكې د كشالو د دوام په موخه سېكولران ، اخوانيان ، جنګسالاران او تنظيمي رهبران په پارلمان كې سره يوځاى شول، متحده جبهه يې جوړه كړه، د څومياشتو لپاره يې د خلكو په ارادو بازي وكړه او نتيجه يې يوازې دا وه چې فهيم د ولسمشر مرستيال ، صديق چكړي وزير او د رباني زوى تطميع شي .
د ملي ترمينالوژۍ كډه بارشوه ، قوانين تر پښولاندې كېږي ، افغانستانيان په افغانيت شرمېږي، غازي امان الله خان كافرشو او د سقاو زوى ملي اتل .
دا ټولې داسې خبرې دي چې د پارلمان د ټولو وكيلانو نه خو د ځينو ارواوې بايد نا آرامه كړي. دوى هغه ټيپ خلك دي چې نه په شېرپوركې كورونه لري او نه يې د جهاد په نامه د خلكو په وينو تجارت كړى ، نه ايران خپل وګڼل او نه اى اس اى بې درده پرېښودي دي . د ګټو وټو خلك نه دي خو له بده شامته ځانونه يې هم ندي پېژندلي ، د خپلې بېغورۍ له وجې د دوى ټول سياسي قوت د كورنۍ جګړې ټېكه دارانو برمته كړى دى . هره ورځ يې په جرګه كې څوكۍ خالي وي ، يو په بل پسې نه درومي ، د خورو ورو تمايلاتو قوماندانان سره راټول شي ، ټول نظام وننګوي خو دوى لكه چې پريو بل بې باوره وو، هماغسې بې باوره به كليو ته ستانه شي . دوى لاهم پخپل زور ندي پوهېدلي چې ماتې او كږې بېړۍ ته ډېر په اسانۍ نجات وركولاى شي . كه يوه ورځ سر په ګريوان كړي له خپل ځان نه به حيا ورشي چې په كوم رسالت راغلي وو او ولې خالي لاس ستنېږي.
جګړه هماغسې روانه ده ، اخلاقي نظام مو د طلوع ټلويزيون په ډرامو پايي ، وكيلان د هيرينو او پوډرو په تجارت كې ورك دي ،د پارلمان له ودانۍ دوه كيلومتره ها خوا پنځه زره په نشو روږدي زلميان له ناچارۍ مرګ ته شپې لنډوي ، د بې روزګارۍ له وجې مو دوه سوه مټور ځوانان د ترهګرو او قاچاقبرو په لاس شهيدان شول ،ايتلافي ځواكونو د ميندو په ګېډو كې ماشومان ووژل او د ولسي جرګې رسالت ترهمدې رامحدود شو چې د ملي ګالرۍ لوحه دې په ايرانۍ (فارسي دري) وي ؟! نو يا خو مونږ غلط شوي يو اويا دا پارلمان په كومه بله قاره كې پروت دى .
آيا دومره ويښ ضمير نشته چې له يونس قانوني وپوښتي چې په لويه پكتيا كې د ايتلاف د بمبارۍ په وجه د ملكي خلكو په بې دريغه مرګ څه وخت بيړنۍ غونډه رابولې كنه پردى غم نيم اختردى ؟ . په هغه ورځ چې په خوست كې ايتلافي ځواكونو د يونظامي افسر د كور پنځه كسان ووژل ، په خلكو د ماتم ورځ وه خو په پارلمان كې د اطلاعاتو اوفرهنګ د وزير په استيضاح خبره كېده دا ځكه چې يونس قانوني د تلې پلې ته كتل، برى دده په خوا و او هغه پروژه كاميابېداى شواى چې له شپږو مياشتو راهيسې د ايران په اشاره ورته ډېر ايران پروره وكيلان ونڅېدل .
يونس قانوني او ملاتړو يې اوس دوه اړخيزه رولونو ته ملاوې تړلې ، چې د واك دوېش په سربولۍ وي د جهاد د وخت پكولونه پرسركړي او چې د ملي هويت خبره شي افغانستانيان شي .
اجاره شوى پارلمان به خامخا ددې ښاغلي اراده تمثيلوي ځكه نو خرم فاشست شو او د غير پښتنو ګټې ننګوي ؟!
كله چې په خصوصي ټلويزيوني چينلونو كې د بربنډو تماشو د بندولو غږ اوچت شي قانوني او ډله ټپله يې له خپل ټول اخوانيت سره په سوړه ننوزي او چې كله د ملي ترمينالوژۍ د ننګې مسله وي نو بيا د تودې هوا د مارانو په شان سرونه رابهركړي او د ايران دا سندره زمزمه كوي چې (( وزارت ميراثي اجداد مان را يك فاشست ګروګان ګرفته )).
د قانوني دې ګواښ چې (( وكيل صاحبانو خپله ميړانه ثابته كړى)) ډېر وكيلان په وجد راوستل خو لږ غور پكاردى ، كومه لاره چې د خرم د راپرځولو لپاره ولسي جرګې ته د قانوني له خوا ټاكل شوې دتركستان په خوا ده او هسې نه چې ټول له ځانه وشرمېږو . سمه ده چې قانوني به د اطلاعاتو او فرهنګ وزير په زغم كې نور له حوصلې وتى وي خو د رسنيو قانون لا توشيح ندى چې د تنفيذ هڅه يې وشي .
كه قانوني يوه ملي ، سوچه او د ملت په روحيه برابره كابينه جوړول غواړي نو لومړى دې چكړي صيب خپلو څلوېښتو رايو ته په احترام په كوركېنوي ، بيا دې د ملي امنيت د ريس د استجواب اواستيضاح غمه وكړي ، ورپسې دې سپنتا صيب نا رسمي اعلان كړي چې له دوو كلونو ناقانونه په واك كې دى او بيا د كريم خرم دوسيه د غور وړ ده او كه داسې ونشي نو كاروان تيريږي او …