عراق،افغانستان کي امريکايانو په ميليارډو ډالر خورد و بُرد کړی !

60 | اپریل 15th, 2009


يوې امريکايي ورځپاڼي  خبر ورکړی دی چي د عراق او افغانستان د بياجوړوني د اعتباري حساب څخه د لوړکچو امريکايي چارواکولخوا په ميليارډو ډالر حيف و ميل سوي دي .


 


سکای نيوز ، د لاس انجلس ټايمز ورځپاڼي له قوله ګزارش ورکوي چي د مالي فساد د څېړلو په لړ کي چي د غلا، اختلاس، رشوت او د پيسو دوينځلو موارد په بر کي نيسي،  په لسګونو داسي څه  شامل دي چي لوړ رتبه امريکايي مامورينو په عراق او افغانستان کي تر سره کړي دي . دغه ورځپاڼه  په نوموړو هيوادو کي د غلا او چپاولګری دغه رقم و ميليارډو ډالرو ته رسوي او دا هم وايي چي دغه امريکايي آمرين کله چي د عراق او افغانستان څخه بيرته و خپل هيواد ته ستانه سوي دي  نو  د هغوی په خصوصي ژوند کي د اغنياو او ثروتمندانو په څير بدلون راغلی دئ .


 


لاس انجلس ټايمز وهغه ۳/۴ ميليارډ ډالرو ته ګوته نيسي چي د عراق د بياجوړوني د پاره، په عراق کي د ياغيانو سره د مبارزې  او دې هيواد ته  د مرستي د پاره جلا سوي وه، خو داسي معلومه سوېده  چي دغه مبلغ مخکي تر دي چي د عراق پر خرابيو ولګيږي بيرته د امريکايي پوځيانو لخوا و امريکا ته وړل سوي دي . په دې لړ کي  هغه څه چي پاتې شوي دي نو يوازي  تبليغاتي ډنډورې دي چي امريکا يې د عراق د بياجوړوني د پار کوي او د همدې لپاره په ميليارډو ډالر مصرفوي .


 


لاس انجلس ټايمز همدارنګه دا خبره لوڅه کړېده چي د امريکا قضايي څانګي همدا اوس  د عراق او افغانستان د همدغه لوړ کچو امريکايي  آمرينو ۲۵ مورده د اختلاس او غبند دوسيې تر څېړني لاندي نيولي دي .


Copyright Larawbar 2007-2024