کور / تازه خبرونه / بلخ: ۶۰۰ ميله وسله ډاياګ ته وسپارل شوه

بلخ: ۶۰۰ ميله وسله ډاياګ ته وسپارل شوه

 



تېره ورځ په بلخ كې د شمال د وسلو ټولولو مسوول جنرال عبدالمنان په ۲۰۹ شاهين قول اردو كې په يوه خبري ناسته كې خبريالانو ته وويل چې د تېرو پنځه مياشتو په اوږدو كې څه باندې ۶۰۰ ميله بېلا بېل ډوله سپكه او درنه وسله ټوله كړې ده.


 


نوموړي زياته كړه چې دغه وسله د شمال په پنځه ولايتونو (بلخ، فارياب، سمنګان، جوزجان او سرپل) كې د وسلوالو مخاليفينو سره د جګړې پر وخت او ځينې يې يو شمېر پخوانيو جهادي قومندانانو په خپله خوښه دوى سپارلې ده.


 


د هغه په وينا د تېرو پنځه كلونو په اوږدو په شمال كې څه باندې ۱۷ زره وسله ټوله شوې، نږدې ۱۳۰ وسلوال ګروپونه منحل او له دولت سره يوځاى شوي او ۱۶ ولسوالۍ د وسلې ټولونې څخه وروسته د سولې په نوم نومول شوي دي.