کور / کتابتون - هنر او ادبيات / (ډېوې په باد سپارمه)د سيد هاشمي ټولګه پر ليکه سوه

(ډېوې په باد سپارمه)د سيد هاشمي ټولګه پر ليکه سوه

محيب رحيمي :


 … د محترم هاشمي صاحب دا شعري ټولګه ټول څلور شپېته شعرونه لري چي زياتره يې د غزل په فورم كښي ويلي دي. د آزاد شعر نمونې هم لري مګر هغه د ګوتو په شمار دي. غزل او ازاد شعرونه دواړه يې يو تر بله ښكلي دي. دا شعري ټولګه د افغانستان د قلم ټولنه له خوا چاپ شوې ده.


محترم سيد فخرالدين هاشمي خپله پېژند ګلوي داسي ښيي.


سيد فخرالدين هاشمي د سيد شېراغا هاشمي زوى دى. په ۱۳۵۲هـ ل كال كښي د لړم د مياشتي په ۲۰ نېټه د پكتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د لنډۍ شاه نومي كلي كښي د سيدانو په درنه كورنۍ كښي سترګي پرانستلې دي.


هاشمي صاحب د ګردېز د ښار د عبدالحي ګردېزي له لېسې څخه اول نمبره فارغ شوى دى.


په كابل كښي د سختو جګړو له امله د ۱۳۷۲ كال د غبرګولي په مياشت كښي د پاكستا كراچي ښار ته مهاجر سو او اوس هم هلته استوګنه كوي.


هاشمي صاحب دا مهال څو نا چاپ كړي اثار لري. د لنډو كيسو يو كتاب به يې انشاالله په راتلونكي كښي چاپ سي …. –  بشپړ متن    


  


ډېوې په باد سپارمه


د کتاب پېژندنه :


ددې كتاب دچاپ حقوق له ليكوال سره خوندي دي


د كتاب نوم :: ډېوې په باد سپارمه
شاعر :: سيد فخرالدين هاشمي
خپرندوى :: د افغانستان د قلم ټولنه
كمپوز :: محمدموسى جعفري
د وېب پاڼي لپاره كمپوز :: محيب الله رحمتي
د پښتۍ طرح او كمپوز :: ژكفر حسيني
د چاپ كال :: ۱۳۸۶هــ .ل. ۲۰۰۷م
د چاپ شمېر :: ۱۰۰۰ ټوكه
د چاپ ځاى :: د افغان ملكي مطبعه كابل
انلاين چاري : مختار احمد احسان – لر اوبر افغانستان  http://www.Larawbar.com



د لراوبر افغانستان نښلونکی
 


   د کتاب د لوستلو لپاره دلته کليک وکړئ    د کتاب د لوستلو لپاره دلته کليک وکړئ  size = 88  KB   ~  وزن = ۸۸   کېلو بايټه

  د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ   د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ  size = 301  KB   ~  وزن = ۳۰۱  کېلو بايټه