کور / تازه خبرونه / سپينه ماڼۍ : هوايي بمباريو ته خاتمه نه سو ورکولائ !

سپينه ماڼۍ : هوايي بمباريو ته خاتمه نه سو ورکولائ !

اسوشېټيډ پريس (واشنګټن)  — د سپيني ماڼۍ تازه اعلاميه چي د افغان ولسمشر حامدکرزي له امريکا څخه د بمبار درولو له غوښتني څخه سرچينه اخلي پکښي ويل سوي دي چي امريکا په افغانستان کښي خپلو هوايي بمباريو ته خاتمه نه سي ور کولائ .

ولسمشر کرزي له امريکا نه د بمبار درولو غوښتنه تر هغه وروسته يو ځل بيا تکرار کړله؛کله چي د امريکايي قواو په بمباريو کښي د فراه ولايت په بالابلوك ولسوالي کښي د سره صليب په وينا ۱۴۷ تنه ولسي وګړي شهيدان او کورونه يې د خاورو سره خاوري سول، که څه هم د امريكا د بهرنيو چارو وزيري هيلاري كلنټن د پيښي په اړه ژوره خواشيني او د افغان دولت سره يې د پيښي د ګډي څېړني د ترسره کولو يادونه وکړل خود امريکا د دفاع وزارت پنټاګون د خپلوڅېړنوله مخي يوازي د ۱۲ تنو ولسي خلګود وژلو خبره تائيد کړله اود قربانيانو ياده سوې لوړه شمېره يې هسي د رسنيو لاپي وبللې .

د اوباما د ملي امنيتي سلاکار او متقاعد جنرال جيمس جونز وايي چي ددوی نوې ستراتيژي او حربي طرحه به همداسي ادامه پيداکوي لکه څنګه چي اوس ده .

نوموړي ABC نيوز ته وويل چي که چيري امريکا خپلي پوځي کاره واياني چي دده په وينا د يو طرحه سوي پلان له مخي مخته ځي ودروي؛ نو دا به زموږ د يوه لاس د تر شا را تړلو او په يوه لاس د جنګ کولو په مانا وي .

ده وويل چي امريکا غواړي يوازي پدې باندي مطمئنه سي چي د ملکيانو وژنه او ټپي کېدل خو به بې له کوم ضرورت څخه  نه وي ترسره سوي .


د امريکا د مرکزي کوماندو مشر جنرال ديفيد بتريوس پوکس نيوز ته وويل چي امريکايي کوماندويان يوازي پدې بايدباوري وي چي په يوه (پېچيده) حالت کښي د څه ډول عکس العمل ښودل مناسب او صحيح کار دئ . د سپيني ماڼۍ دا تازه څرګندوني په داسي حال کښي خپريږي چي افغان ولسمشر په وارو – وارو د بهرنيو ځواکونوڅخه د عملياتو پر مهال د ولسي تلفاتو او خودسرانه هوايي بمباريو د مخنيوي غوښتنه کوي .