کور / تازه خبرونه / په بلخ كې ځانمرګى بريد وشو

په بلخ كې ځانمرګى بريد وشو

 


د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ او مزارشريف ښار تر منځ پر لويه لار د بهرنيو ځواكونو په كتار نن يوولس بحې ځانمرګى بريد تر سره شو.

د بلخ امنيتي چارواكي وايي چې په روسي ډوله سراچه موټر كې چاودېدونكي مواد ځاى پر ځاى شوي و، چې د ځانمرګي سره يو ځاى د ناروېجيانو په كتار وچاودېدل.

پوليسو په پېښه كې مرګ ژوبله نه ده تايد كړې خو عيني شاهدانو په پوره باور خبريالانو ته ويلي چې.بهرنيان مړه او ټپيان شوي خو د شمېر په اړه يې كره مالومات نلري.

عينې شاهدانو ويلي چې بهرنيانو خپل مړه او ټپيان په الوتكو كې د پېښې له ځايه ولېږدول.

خو د طالبان وياند ذبيح الله مجاهد د پېښې پړه پر طالبانو اخيستې او ويلي يې دي چې پكې د بهرنيو ځواكونو دوه ټاكنونه او له لسو ډېر سرتيري وژل شوي دي.

په روانه اونۍ كې دا دويم ځانمرګى بريد دى چې په شمال كې ترسره كېږي. له دې مخكې د سمنګان ولايت د والي دفتر مخې ته ځانمرګى بريد تر سره شوى و.