ننګرهار: سختي زلزلې ۷۰ كسانو ته مرګ ژوبله واړوله
د ننګرهار ولايت په شيرزادو ولسوالي كي تېره شپه يوې سختي زلزلې اويا كسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د ننګرهار ولايتي مقامات وايي د زلزلې ډېر ځاني تاوان رسولى چي د شپې پر درې بجې د خوب پر مهال سوې ده.
د ننګرهار ولايت د عامي روغتيا رياست وايي په دې پېښه كي د شلو په شاوخوا كي كسان وژل سوي او تر پنځوسو زيات ټپيان دي.
د سيمي اوسېدونكي پر ښوى ډاګ له كورونو دباندي دي، چي د چارواكو له خوا ورسره د خېمو ژمنه سوې ده.
د افغانستان ولسمشر حامد كرزي پر ولايتي او مركزي چارواكو د بېړنيو مرستو ږغ كړى، چي سيمي ته يې ورسوي او همدا راز يې د قربانيانو سره خواخوږي څرګنده كړې ده.
د رپوټونو له مخي د پېښي اكثره قربانيان تر لسو كلونو كښته كوچنيان دي چي څو تنې ښځي هم پكښي شاملي دي.
همدا راز د ننګرهار چارواكي وايي د زلزلې له امله څه باندي ۳۰۰ كورونو ته زيان اوښتى دئ.