افغانستان د كركيټ په لوبه كي د نړيوالو لوبو جوګه سو

34 | اپریل 17th, 2009



د ۲۰۱۱ كال د كركيټ نړيوالو سياليو ته د لار موندني په دوهم پړاو كي افغانستان خپله وروستۍ لوبه له نيميبيا هيواد څخه وګټله او د جنوبي افريقا د اوسنيو سياليو په ۱۲ لوبډلو كي يې شپږم مقام ترلاسه كړ، چي د څارونكو په وينا د افغان لوبغاړو دپاره بېسارى برى دئ.
افغانستان كه له يوې خوا د ۲۰۱۱ كال له نړيوالو سياليو بې برخي سو، خو له بلي خوا يې د نړۍ له ډېرو پياوړو لوبډلو، اسټراليا،جنوبي افريقا، ويسټ انډيز، هندوستان، انګلستان، سريلانكا، پاكستان، بنګلدېش او نورو هيوادونو سره د يوې ورځنۍ لوبي امتياز ترلاسه كړ، چي له مخي به يې د لوبي په ډګر كي د افغان لوبډلي تجربه ډېره او ورسره به د كركيټ له نړيوالي شورا څخه زياتي مالي مرستي ترلاسه كړي.
افغان لوبډله به تر دې وروسته كال ۱۲ مياشتي د نړۍ بېلابېلو هيوادونو ته د لوبو دپاره ځي او همدا راز به د نړۍ د پنځو وچو په اتلوليو كي ګډون كوي.
كه افغانستان د دوهم پړاو له څلورو لوبو څخه دوهمه پر كاناډا نه واى بايللې د ۲۰۱۱ كال نړيوالو سياليو ته يې وتل حتمي ول او يا نن اماراتو يا هالنډ خپله لوبه بايللې واى هم د افغانستان د وتلو چانس موجود وو.


د لر او بر افغانستان ويبپاڼه ټولو هيوادوالو او د افغان لوبډلي شازلمو ته د دې مقام د ګټلو مباركي وايي او د لوى خداى (ج) له دربار څخه د نورو برياليتوبونو غوښتنه ورته كوي.

Copyright Larawbar 2007-2024