كندهار: د ستارې اڅكزۍ د وژني پر ضد مظاهره وسوه
د كندهار په سوونو ښاريانو د دغه ولايت د ولايتي شورا د وكيلي ستارې اڅكزۍ د وژني په غندنه كي مظاهره وكړه او د هغې د وژونكو پر ضد يې شعارونه وركړل.
د مظاهرې ګډونوالو له چارواكو څخه د هغې د قاتلينو د موندلو او هغوى ته سزا وركولو غوښتنه كوله.
دغه مظاهره پر داسي مهال ترسره سوه، چي د كورنيو چارو وزارت پرون د آغلي اڅكزۍ د قتل په تور د دوو شكمنو كسانو د نيولو خبر وركړ.
ستاره اڅكزۍ تېره يكشنبه د اپرېل پر ۱۲ -مه نېټه له ولايتي شورا څخه خپل كور ته د تګ پر مهال د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل سوه، چي بيا يې د دولت مخالفو طالبانو مسئوليت پر غاړه واخيست.