په ننګرهار کي د زلزلې په باب داسلامي امارت دخواخوږۍ پيغام

د لراوبر اداره | اپریل 17th, 2009



 
دافغانستان اسلامي امارت  مشرتابه مقام  دننګرهارولايت دشيرزادوولسوالۍ په مربوطاتوکې دهغې زيان اړونکې زلزلې له امله چې  تيره شپه  رامنځته اوله امله يې  ددغې ولسوالى  په لسګونوتنه مړه ،له دې زيات  ټپيان اوپه سلګونوکورونه يې ويجاړاوپه سلهاوو څاروي يې  ووژل شول ،له دغودرديدلوکورنيوسره دزړه له تله خواخوږي څرګندوي ،د لوى خداى (ج ) له دربارنه شهيدانوته دفردوس جنت  هيله ، ژوبل شووته دبشپړې روغتيااوخپلوخپلوانوته يې  نيک عوضونه اواجرونه غواړي
اسلامي امارت په داسې حال کې چې خپلو سيمه يزومسئولينوته لارښوونه کوي چې  زيان من شووسيموته دمرستې رسيداپه برخه  کې پوره اسانتياوې برابرې کړي ،دهيوادپه متدينواوشتمنومسلمانانوغږ کوي چې  له  دغواړوخلکوسره پوره پوره مرسته وکړي اوپه دغه سخت وخت دخپلودغوغمجنوهيوادوالومرستندوى وګرزي لوى خداى  (ج) دې ددغو کړيدلوافغانانوحامي اوناصرشي ، امين


 

Copyright Larawbar 2007-2024