دکـرزي معامله ګري Bargaining of Karzai
په اقتصادپوهنه کې بارګاینینګ یا بارتري هغې معاملې ته وایي چې دشیانوراکړه ورکړه پرشیانوترسره کېږي داډول معاملې به پخوا په وروســـته پاتې هیوادونوکې کېدلې په دې مفهوم چې هغه تولیدي شیان ((چې ژبه نلري )) هرخاوندکولای شي په هرتول اوپه هرڅه يې چې زړه وي چنې پرووهي( معاملې یا جوړجاړی) پرې وکړي .
خو ،له بده مرغه چې جلالتمآب حــامــدکـــرزي دخپلو چــم اوچمبازیو((دملت دغولوونې یا دماګوژیک )) تکتیک پربنسټ دغه اقتصادي اصطلاح په سیاسي ډګرکې ( دپښتون ملت په غولوولو،خرڅولودچنو اوچنوبازیوپه میدان کې له خپلوسیالانوسره دسیاست په ډګر کې وکاروله ترڅو دپښتون غیرتمن اومظلوم ملت په (ژبه،تاریخي ویاړونو،رایه او حقونو) یې دهیواد له جنګي جنایتکارانوسره معاملې وکړې .
۱ـــ دبېړنۍ لویې جرګې په ترځ کې یې پـښـتوژبه دخپل ډېره کي (اکثریت) دریزڅخه چې مـلي اورســمي ژبـــه وه دلـــږکــیو ( اقلیتي) ژبو دریز ته یې کښته راوغورځوله، ترڅو یې ځان دټوپکمارودمنلووړوګرځاؤ .
۲ ــــ که څه هم ظاهرشاه پښتواوپښتنوته خورازیانونه رسولي دي خوبیاهم دبېړنۍ لویې جرګې په مهال دکرزي اوخلیلزاد دهغومعامله ګریو په ترځ کې چې د روس او بيا امريکا له جاسوسانو (شمال ټلوالې ) سره یې دتړلو دروازو ترشا پټه لوبه جوړه کړه ظاهرشاه يې یرغمل کړ د وســــلو په زوراو مرګونې بېرې یې اســــتعفا ته مجبورکړ .ترڅوکـــــرزي ټوپۍ پرســـر اود چاپاندازانو چپنه پر اوږو دهیواددبدمرغۍ بزه یې دحلال دایرې ته ورسوله .
۳ـــ دافغانانودښمن ،قاتل اوملي خاين احمدشانامسعودته یې دبیسواده او غلوټوپکیانو دخوښۍ لپاره دملي خاين پرځای د( ًقهرمان ملی ) لقب ورکړاو امریې وکړ چې ددغه نیم غوږي قهرمان عکسونه باید په افغانستان اوبهرپه افغاني سفارتونوکې دده ترعکس لوړ ځوړندشي ، ترڅوکرزی پهلوان پاچاشي .
۴ـــ دافغانستان دملي اردو،ملي پولیسواوملکي وزارتونوټول مسلکي اودلوړوزده کړو لرونکي ملکي اوپوځي کادرونه یې په کورونوکښېنول اوپرځای یې دشمالټلوالې لوټماران اوبیسوادان وګمارل ترڅوکرزی ټولواک پاتې شي .
۵ـــ د( ۱۲۰۰۰پښتنوقاتل ) عبدالرشیددوستم یې دافغان دوسلوال پوځ ستردرستیز وګماره دا ددې لپاره چې پښتون کرزی باید واکمن واوسي .
۶ ـــ په هیوادکې ټولې نوملیک دړې ( سرلوحې) له پښتوڅخه په ایرانۍ فارسي واوښتې ترڅودایران چوغلګر( مخدون مختور) اوایران له کرزي خوښ شي نو خبره خو همداده چې پهلوان زنده خوش است بلا در پس پښتون بیچاره .
۷ ـــ ټولوپښتني ولایتونوته دپوهنې له وزارت څخه چې وزیر يې دشپږم ټولګي زده کونکی (یونس قانونی) ؤ په فارسي ژبه کتابونه وویشل شول داځکه چې برای پښتونها همین بس است که کرزی ریس جمهوراست .
۸ ـــ پښتني ولایتونه دپښتون کرزي په واکمني کې دپښتنو تربیرغ لاندې شپه او ورځ د مځکې ،آسمان اوسمندرله لارې په راکټونو،توپونواوبمونو بمباردشول خو دنامقدسې جبهې په ولایتونو شپه اوورځ اقتصادي مرستې ،نعمتونه، کلاشینکوفونه اوډالرونه واورېدل .
۹ ـــ د دوبۍ لومړي وزیرحامدکرزي ته تلېفون وکړ:
(( امروز درمیدان هوایی ما دونفرشما به دزدی ثروت ملی افغانها دستګیرشده اند نام یکنفرآن احمدضیامسعوداست ونفردیګرآن یونس قانونی است . شماچه نظردارید ؟
کرزي په ځواب کې ورته وویل (( بسیارتشکرکه مرا اګاه ساختید احمدضیا مسعود عالم بینظیر است که درافغانستان جوره نداردازهمین سبب اورا معاون اول خود تعین وازملت بدبخت افغان به زور امریکا برایش رای ګرفته ام ، برای اینکه مردم افغان ازین خیانت من اګاه نشوند فی سبیل الله اورا رهاکن الماس ودولار آنرا ضبط کن ،آغاجان به لحاظ خدا که نامم بد نشود )) ،
واقای یونس قانونی هم یک آدم قانونی است دکتورای صنف ششم مکتب ابتدایه رابدست دارد ازهمین جهت او ریُـس پارلمان ( مجموعهُ از جنایتکاران جنګی افغانستان ) است من
عـذر میکنم که به لحاظ خدا اورا هم رها کنید در غیر آن این بندهُ حقیروعلمبردارسراپا تقصیر را دریک رپ چشم ازریاست جمهوری سبکدوش میکنند ونامم بد میشود .
۱۰ ـــ پنجشــیر چې دپروان ولایت یوه کوچنۍ ولسوالی وه دولسي جرګې له ټولټاکنو دمخه یې د ولایت تشکیل ته لوړه کړه ترڅو له دغه کوچني قطي څخه دولایت په سویه وکیلان پارلمان ته راشي او دکرزي تاج اوتخت برقرارپاتې شي .
۱۱ ـــ دایکنــدي چې دارزګان ولایت یوه ولسوالي وه هغه هم دکریم خلیلي په خاطر د ولایت تشکیل ته لوړه کړه ترڅو ډېر هزاره ګان دوکیل په توګه راشي .
۱۲ ــــ دابو حنیفه دمدرسې د ( ۷ ) ټولګي طالب محمدقسیم فهیم ته یې دمارشالي رتبه ورکړه چې خورا ډبلې غلاوې کوي ، اودادی بیایې معامله ورسره کړې ده اوورته ویلي یې دي (( محترم علیشان مارشال صاحب ! اګر درانتخابات آینده مرا به تخت شهنشاهی برسانی مقام معاونیت اول فدای سر تان ودیګر هرچه بخواهی دریغ نمیکنم .
۱۳ــــ رنګین سپنټاچې دپښتنوضد اودپردیو مزدوردی سره له دې چې پارلمان رټلی دی خوبیاهم معامله ګر کرزي دغه ناوړه عنصر دپښتنو دځورولوپه خاطر ساتلې دی .
۱۴ ـــ ویل کېږي چې داقتصادي جرمونوریاست دشـهراني دمېز له جعبې څخه په لکونو نغدوډالروغــلاونیوله ،کرزي ورته وویل چې : بې له هغه هم غربیانو راپسې راخیستې ده خولې موپټې کړﺉ ،ژغ و نه باسۍ چې نوم مې بدېږي ، ډالرونه راوړﺉ او پخپله شهراني کورته ولېږﺉ .دده زوی دې وزیر وي چې په ټولټاکنوکې له ماسره مرسته وکړي .
۱۵ ـــ کرزی چې ځان ته پښتون وايي اودبېوزلوپښتنوپه رایو دې مقام ته رسېدلی دی دافغانستان په تاریخ یوازینی ټولواک حامدکرزی دی چې دده په واکمني کښې دکـنـړ ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست،میدان وردک،غزني ،زابل ، کندهار ، هلمند، ارزګان، فـراه، نیمروز، هـرات، بادغیس اوپه نوروولایتونو کښې هم یواځې پښتانه شپه اوورځ د ۴۳ یرغلګروهیوادونو دپوځونولخوا په ملیونونو پښتانه ووژل شول ددې خبرې دثبوت لپاره زه داوایم چې :
د۲۰۰۱ کال دامـــــریکایانو یرغــــل چې دعبدالله عبدالله اوقسیم فهیم دوطنـفــــروشي د( ۷ ملیونه ډالرو ) رشــوتونه واخستل شول ، ددوی دواړو اودبرهان الدین رباني لخوا امریکایانوته دوطنفروشي په دود (( خوش آمدید !! خوش آمدید ))Wil come to Afghanistan ! Wil come to Afghanistan په ویلو پیل شو ، له هغې ورځې تر نن پورې هره ورځ هرڅومره پښتانه چې تباه شوي دي دهغوی ټولود مرګ مسؤل حامدکرزی دی دمرګونو ورځنی شـــمیر ددفاع وزارت په اپراتیفي دفترکښې ثبت دي ، دکورنیوچارو دوزارت په اپراتیفي دفترکښې ثبت دي او دملي امنیت په اپراتیفي دفترکښې ثبت دي ، ددغو دریو اپراتیفي دفترونو شمېرې دې جمع شي بیا دې وکتل شي چې حامدکرزی دڅوملیونو پښتنودمرګ مسؤل دی ؟؟ ګران هیوادوال دې قضاوت وکړي .
۱۶ ـــ دکرزي په معامله ګره واکمني کښې دتخار پښـتانه ښځې ،ماشومان اوسپین ږیري له یوکال څخه ډېر وخت کېږي چې بندیان دي ،خپلومځکواوجایدادونوته ورتلای نشي داځکه چې کرزی پاچا دی ،زه خووایم چې په والله که به هغه کوډ یونس قانوني هم دومره ظلمونه په پښتنو کړي وای لکه دغه بدبخته، بې کفایته اومعامله ګر کرزي چې وکړل .
۱۷ ــــ کرزي دتلویزیون له لارې خپله شتمني اعلان کړه چې لس زرهډالر په جرمني کې لرم اودکورنۍ کاڼه اونغدې پیسې هم دڅو لکو افغانیو په شاوخوا کې دي .
داځنکه لس زره ډالـر دي چې نه تمامېږي ، په دغو ورځو کې کرزي له ډېروکسانو سره ژمنه کړې ده چې که ماته دخپل ولایت رايه راټوله کړې زه به تاته ( ۶۰ زره ) ډالر درکړم داڅنګه لس زره ډالر دي چې هریو ډالر یې زر، زر ډالره زېږوي .
۱۸ـــ هر ډول مافیاوې لکه ( دمځکوغصبولومافیا، دمخدره توکومافیا، دمقرریو مافیا، داختلاسونومافیا، داحتکارونومافیا، دقراردادونواوټېکومافیا، تجارتي مافیا، دګمرکونو مافیا، د رشوتونومافیا، دقاضیانو مافیا، دبګرام هوايي ډګرته دنجونووړلو مافیا، دشرابومافیا،ددولتي سکتورپه خصوصي سکتوردبدلولومافیا، دوسلودقاچاق کولومافیا، دټولټاکنو مافیا، پارلماني مافیاداینجوګانومافیا او دې ته ورته ډول ډول مافیاوې دجلالتمآب حامدکرزي په بې مسؤلیته، بې پلانه اوبې ستراتېژي دوران کښې رازېږېــدلې دي ،وده اوتکامل یې کړی دی او اوس خومعراج ته رسېدلې دي .
داسې ډېرې په زرګونو معامله ګرۍ دکرزي لخواعملي سوې دي او ناورین دمظلوموپښتنو پرسر لا روان دی .