کور / تازه خبرونه / سوات: بمي چاودني نهه تنه وژلي دي

سوات: بمي چاودني نهه تنه وژلي دي

د شمالي پښتونخوا سوات څخه په لومړنيو رارسيدلو خبرونو کي ويل سوي چي څو دقيقې وړاندي په يوه بمي چاودنه کي لږ تر لږه نهه تنه وژل سوي او يو شمېر نور ژوبل سوي دي .


د مرګ ژوبلي په اړه په لومړنيو خبرونو کي دا نه ده څرګنده چي بريد د چا لخوا ترسره سوی دی . دا په داسي حال کي ده چي وړمه ورځ د په شمالي پښتونخوا کي د اختر په لومړۍ ورځ د عيدګا د لمانځه پر دوهم رکعت د ځانمرګي بريد پر مهال تر اويا کسان ډېر افغانان ووژل سول او تر 150 تنه ډېر ژوبل سوه .