کور / تازه خبرونه / سږکال په حج کي 11 افغان حاجيان مړه سوه

سږکال په حج کي 11 افغان حاجيان مړه سوه

په سعودي عربستان کي افغاني حاجيانو له ډلي څخه يوولس تنه تر اوسه پوري په حق رسيدلي دي ، په مکه مرکه مي د بعثه کمېټې مشر مولوي اسرارالحق وايي  چي ددغه کسانو له ډلي څخه يې يو تن په ترافيکي پېښه کي او پاتي لس تنه يې په شفاخانو کي د ورپېښو شويو ناروغيو له امله مړه سوي دي .
مولوي اسرارالحق زياتوي چي يوازي يوه ميرمن تر اوسه په مدينه منوره کي مړه شوې  او پاتي په مکه مکرمه کي په حق رسيدلي دي .


په مکه مکرمه کي د بعثه کمېټې د ورکو شويو او شهيدانو د کمېټې مشر مسول حاجي عبدالصمد شحه وويل چي په دغو کسانو کي شپږ تنې ميرمني او پنځه تنه نارينه حاجيان شامل دي .
نوموړي وويل چي ددغه کسانو د جنازې لمونځ په مکه مکرمه کي په حرم شريف کي اداشوی او بيا د حرم شريق په حريم کي د هغه شهيدانو په سيمه کي خاورو ته سپارل شوي کوم چي د جمرو ويشتلو په سيمه کي شهيدان کيږي او بيا دلته خاورو ته سپال کيږي .
رشحه وويل چي ددغو کسانو عمرونه د 55 کالو نه نيولی تر 75 کلونو پوري رسيدل .


د حج د مراسمو څخه د لراوبر ويبپاڼي د همکار حاجي حبيب الرحمن ابراهيمي له خوا راليږل سوي ښکلي عکسونه د لراوبر په عکسونو کي وګورئ .