کور / تازه خبرونه / په سیف الله کلا کې پسرلنۍ مشاعره وشوه .

په سیف الله کلا کې پسرلنۍ مشاعره وشوه .

تېره ورځ د سويلي پښتونخوا په سیف الله کلا سيمه کې د پښتو ادبي ټولنې په کور بتوب د پسرلي ګل مشاعره ترسره شوه چې د اټکل له مخې ورپکې د یو سل او پېنځوس شاعرانو او لیکوالانو په ګډون دوه سوه تنو برخه اخیستې وه .

یاده شوې مشاعره د سهار په یوولس بجې پیل او د ماسپښين په څلور بجې پای ته ورسېده .

په مشاعره کې د سويلي پښتونخوا د ټولو سيمو په شاعرانو ، ليکولانو او مينه والو سربېره د افغانستان د يو شمېر سیمو شاعرانو هم برخه لرله .

د مشاعرې پیل د قران کريم په سپېڅليو آیتونو باندې حافظ موسی خان وکړ ، وياندویان یې ، محب الله محسين ، واجد تږی ، او صابر روښان وو . مشري  یې د پښتو د نړیوالې جرګې مرستيال او د پښتو ادبي غورځنګ مشر  ښاغلي محمد صادق ژړک په غاړه درلوده  . د پښتو ژبې سپين ږيري لیکوال ، شاعر او څېړونکي سید خير محمد عارف يې مشر مېلمه وو . چې تر څنګ يې  ځوان او تکړه شاعر  سعيد زابلی ، ډاکټر اورنګ زېب احساس اومحلي  سندرغاړی دروېش کاکړ ناست وو .

د یادې مشاعرې مېلمه سید خیر محمد عارف د ترسره شوې مشاعرې په اړه وویل چې :

مشاعره خورا په زړه پورې وه .
دده په خبره نور بايد پښتانه شاعران یوازې په خبرو بسنه وونه کړي . او د عمل په ډګر کې دي هم ټکني ګامونه اوچت کړي .


دې ورته د مشاعرې مشر ښاغلي  صادق  ژړک بيا برخوالو ته په خپلو خبرو کې وويل چې :

نور مو نو پر مخ یوازې او یوازې  د يوالي لاره پرانیستې پاتې ده . که یو نه شو د ورکېدو کندې ته غورځو .

دده وينا  په ټولو پښتني سيمو کې مېشت  هيڅ افغان کډوال دي وروسته له دې ځان د کډوالو په لړ کې نه شمېري . ځکه چې پشتون او افغان که هر چېرته دی یو وجود ګڼل کېږي .

د یادوونې وړ ده چې د مشاعرې په ورستۍ برخه کې د مشاعرې د مشر له خوا  په کوېټه کې مېشت افغان خبریال سيد شاه سقيم ته دده د ازاد شعر او غزلې له غوراوي وروسته یو زر پاکستانۍ کالدارې د جايزې په توګه  اعلان شوې چې د مشاعرې مېلمه سيد خېر محمد عارف بيا ښاغلي سقيم ته د یو لړ مراسمو د ترسره کېدو پر مهال د مشاعرې د برخوالو د درنو چکچو په بدرګه وسپارلې . 



په دريځ ناست : سيد خير محمد عارف ، ډاکټر احساس ، محمد صادق ژړک ، سعيد زابلی او دروېش


 



محب الله ښېراز  د شعر ويلو پر مهال  



محمد صادق ژړک د وينا پر مهال



سيد خير محمد عارف د وينا پر مهال



د مشاعرې يوه څنډه.